1
فيليپيانو 6:1
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.
Compare
Explore فيليپيانو 1:6
2
فيليپيانو 9:1-10
او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى، چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بېعېبه پاتې شئ.
Explore فيليپيانو 1:9-10
3
فيليپيانو 21:1
مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده.
Explore فيليپيانو 1:21
4
فيليپيانو 3:1
ما ته چې هرکله تاسو راياد شئ نو زۀ د خپل خُدائ پاک شُکر وباسم.
Explore فيليپيانو 1:3
5
فيليپيانو 27:1
صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.
Explore فيليپيانو 1:27
6
فيليپيانو 20:1
ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.
Explore فيليپيانو 1:20
7
فيليپيانو 29:1
ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ.
Explore فيليپيانو 1:29
Home
Bible
Plans
Videos