1
مرقوس 36:14
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
Compare
Explore مرقوس 14:36
2
مرقوس 38:14
بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“
Explore مرقوس 14:38
3
مرقوس 9:14
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په کښې ياديږى.“
Explore مرقوس 14:9
4
مرقوس 34:14
او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى او مرګ ته نزدې شوے يم. دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“
Explore مرقوس 14:34
5
مرقوس 22:14
د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه. په هغوئ يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“
Explore مرقوس 14:22
6
مرقوس 23:14-24
بيا هغۀ يوه پيالۍ راواخسته او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او هغوئ له يې ورکړه او هغوئ ټولو ترې وڅښل. او بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو دپاره توئيږى.
Explore مرقوس 14:23-24
7
مرقوس 27:14
او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم او ګډې به يې خورې ورې شى.“
Explore مرقوس 14:27
8
مرقوس 42:14
پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“
Explore مرقوس 14:42
9
مرقوس 30:14
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“
Explore مرقوس 14:30
Home
Bible
Plans
Videos