1
يعقوب 2:1-3
Pakistani Yousafzai Pashto
اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو د ايمان آزمېښت صبر پېدا کوى.
Compare
Explore يعقوب 1:2-3
2
يعقوب 5:1
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
Explore يعقوب 1:5
3
يعقوب 19:1
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.
Explore يعقوب 1:19
4
يعقوب 4:1
نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى.
Explore يعقوب 1:4
5
يعقوب 22:1
خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى.
Explore يعقوب 1:22
6
يعقوب 12:1
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.
Explore يعقوب 1:12
7
يعقوب 17:1
هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.
Explore يعقوب 1:17
8
يعقوب 23:1-24
ځکه چې هر څوک چې د کلام اورېدونکى دى خو په هغې عمل نۀ کوى نو هغه د هغه سړى په شان دے څوک چې خپل شکل په آئينه کښې ګورى. او خپل ځان ته د کتلو نه وروستو هغه لاړ شى او سمدستى ترې هېر شى چې هغه څنګه ښکارېدو.
Explore يعقوب 1:23-24
9
يعقوب 27:1
د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.
Explore يعقوب 1:27
10
يعقوب 13:1-14
د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى. خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى.
Explore يعقوب 1:13-14
11
يعقوب 9:1
نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى،
Explore يعقوب 1:9
YouVersion uses cookies to personalize your experience. By using our website, you accept our use of cookies as described in our Privacy Policy
Home
Bible
Plans
Videos