او هغۀ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، حکمت او قدرت د هغۀ دے. هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى. هغه ژور او پټ د راز څيزونه څرګندوى، هغه ترې خبر دے څۀ چې په تيارۀ کښې پراتۀ دى، او د هغۀ نه ګېرچاپېره نُور دے.