خُدائ پاک سليمان ته وفرمائيل، ”تا جائيداد، دولت، عزت، يا د هغه خلقو مرګ نۀ دے غوښتلے چې ستا نه نفرت کوى او د اوږد عُمر سوال دې هم نۀ دے کړے، خو تا د حِکمت او پوهې سوال کړے دے چې زما په هغه خلقو باندې حکومت وکړې چې په چا باندې ما بادشاه جوړ کړې يې، نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته کله هم مِلاو شى.“