1
لوقا 10:19
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
Vergelyk
Verken لوقا 19:10
2
لوقا 38:19
”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“
Verken لوقا 19:38
3
لوقا 9:19
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”هم نن دې کور ته نجات راغلے دے ځکه چې دے هم د اِبراهيم زوئ دے.
Verken لوقا 19:9
4
لوقا 5:19-6
او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“ نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو.
Verken لوقا 19:5-6
5
لوقا 8:19
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“
Verken لوقا 19:8
6
لوقا 39:19-40
ځينو فريسيانو په دې ګڼه کښې عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، خپلو مريدانو ته ووايه چې غلى شى.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته وايم کۀ چرې هغوئ غلى پاتې شى نو کاڼى بوټى به په چغو سر شى.“
Verken لوقا 19:39-40
Tuisblad
Bybel
Leesplanne
Video's