1
متى 40:25
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.
Linganisha
Chunguza متى 25:40
2
متى 21:25
مالِک ووئيل، شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.
Chunguza متى 25:21
3
متى 29:25
ځکه چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغې چې څۀ ترې سېوا هم شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.
Chunguza متى 25:29
4
متى 13:25
ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.
Chunguza متى 25:13
5
متى 35:25
کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،
Chunguza متى 25:35
6
متى 23:25
مالِک ورته ووئيل، شاباش، زما اعتبارى او ايمانداره نوکره. تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.
Chunguza متى 25:23
7
متى 36:25
او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.
Chunguza متى 25:36