حزقى‌ايل 24

24
څليريشتم باب
د پخلى دېګ
1د جلاوطنۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، د نن ورځې تاريخ وليکه، ځکه چې هم دا نن په دې تاريخ به د بابل بادشاه يروشلم محاصره کوى. 3يو مثال دې سرکشه قوم ته ووايه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د پخلى دېګ په اور کېږدئ او اوبۀ په کښې واچوئ. 4او په هغې کښې د غوښې بوټۍ واچوئ، ټولې ښې بوټۍ لکه ‎پتون او اوږى غوښه په کښې واچوئ. او د هم داسې ښو هډوکو نه يې ډک کړئ، 5د رمې نه د خاص څاروے غوښه په کښې واچوئ، او د دېګ لاندې خشاک کېږدئ. او اوبۀ وويشوئ، او هډوکى هم د غوښې سره پاخۀ کړئ. 6نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د قاتلانو په ښار، لکه د هغه دېګ په شان چې زنګ وهلے وى د چا ګندګى چې نۀ اخوا کيږى، دېګ په يو شان سره خالى کړئ او خوښه نا خوښه مۀ کوئ. 7کومه وينه چې يروشلم تويه کړه نو هغه په ميدان کښې په يو کولاو ګټ تويه شوه، داسې نۀ وو شوے چې ګنې په زمکه تويه شوه او دوړې پټه کړه. 8نو په دې وجه به زۀ خپله غصه راوپاروم او د هغوئ نه به بدله واخلم او د هغۀ وينه به په کولاو کاڼى تويه کړم چې دا هم ښکاره وى. 9نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د وينو تويولو په ښاريې يروشلم باندې. زۀ به هم ورته د اور بلولو دپاره لرګى ډېرے کړم. 10نو خشاک راجمع کړئ، او اور بل کړئ. غوښه ښه پخه کړئ او مصالحه ورباندې واچوئ او د هډوکو سره يې سکارۀ کړئ. 11بيا هغه د تانبې خالى دېګ په سکارو باندې کېږده چې دا ګرم شى او تانبه يې تکه سره شى او ناپاکى په کښې ويلې شى او د هغې زنګ وسوزيږى. 12خو دا ټول کارونه بې‌فائدې وُو، تر دې چې د دې ډېر زيات زنګ په اور هم اخوا نۀ شو. 13نو اوس تا په خپلو بې‌حيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم. 14ما مالِک خُدائ وفرمائيل. زما دپاره هغه وخت رارسېدلے دے چې خپله کاروائى وکړم. زۀ به وروستو نۀ شم، زۀ به رحم نۀ کوم، او نۀ به پښېمانه شم. ستاسو د چال چلن او عملونو په مطابق به ستاسو عدالت وکړم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
د حضرت حزقى‌ايل د ښځې مرګ
15د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 16”اے بنى آدمه، په يو ګزار سره به زۀ ستا د سترګو تور، ستا ښځه ختمه کړم. خو تۀ مۀ د غم سندرې وايه مۀ ژړا کوه او مۀ اوښکې تويوه. 17چغې سورې مۀ وهه، د مړى دپاره غمرازى مۀ کوه، خپل پټکے په سر وتړه او خپلې څپلۍ دې په پښو کښې واچوه، د خپل مخ لاندې برخه مۀ پټوه او د مړى خېرات مۀ خوره.“ 18نو ما په سحر کښې خلقو ته وفرمائيل، او بيا په ماښام کښې زما ښځه مړه شوه. او په بل سحر ما هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما ته حکم شوے وو. 19نو بيا خلقو زما نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ به مونږ ته دا ووائې چې ستا د دې کارونو زمونږ دپاره څۀ مطلب دے؟“ 20نو ما هغوئ ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 21د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى. 22او تاسو به هغه کار وکړئ کوم چې ما وکړو. تاسو به د خپل مخ لاندې حِصه نۀ پټوئ او نۀ به د مړى خېرات خورئ. 23تاسو به په خپل سر باندې پټکے ساتئ او پېزار به په پښو کوئ. تاسو به غم او ژړا نۀ کوئ، او تاسو به په خپله ګناه کښې ضائع شئ او تاسو به په خپلو ټولو ګناهونو ماتم کوئ. 24ستاسو دپاره حزقى‌ايل يو نمونه دے، تاسو به هم هغه څۀ کوئ څۀ چې هغۀ وکړل. کله چې داسې وشى نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم. 25او تۀ اے بنى آدمه، په کومه ورځ چې زۀ د هغوئ مضبوط قلعه، د هغوئ خوشحالى او فخر، د هغوئ د سترګو تور يعنې د هغوئ ښځې، د هغوئ د زړۀ خواهشونه، او د هغوئ زامن او لوڼه ترې نه واخلم 26نو په هم هغه ورځ به د يروشليم نه يو بچ شوے سړے تا له راشى او هغه به تا له خبر راوړى. 27نو هم په هغه وخت کښې به ستا خولۀ کولاو شى، او تۀ به د هغۀ سره خبرې وکړې او نور به تۀ خاموشه پاتې نۀ شې. نو تۀ به د هغوئ دپاره نمونه يې، او هغوئ به په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 24: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀