25
پينځويشتم باب
د عمون خِلاف پېشګوئې
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 2”اے بنى آدمه خپل مخ دې د عمونيانو په خلاف راوګرځوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه. 3عمونيانو ته ووايه چې، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې زما د عبادتخانې بېعزتى کېدله او د بنى اِسرائيلو زمکه شاړه کېدله او د يهوداه خلق جلاوطن کېدل نو تاسو خوشحالى وکړه، 4نو زۀ په دې وجه تاسو د مشرق خلقو ته د ميراث په توګه حواله کوم. هغوئ به ستاسو په مينځ کښې خپل کېمپونه جوړ کړى او خېمې به ودروى، هغوئ به ستاسو مېوې وخورى او ستاسو پئ به وڅښى. 5زۀ به د ربه ښار نه د اوښانو د څرن ځائ جوړ کړم او د عمون نه به د ګډو شپول جوړ کړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. 6نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو د بنى اِسرائيلو خلاف خپل لاسونه وپړقول او خپلو پښو سره مو زمکه ودربوله، او تاسو د بنى اِسرائيلو د مُلک په تباهۍ خوشحالى وکړه، 7نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د موآبيانو او د سعير په حقله پېشګوئې
8”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نو ځکه چې موآب او سعير وائى وګوره، د يهوداه قوم لکه د نورو ټولو قومونو په شان شو، 9نو په دې وجه، زۀ به د موآب سرحدى ښارونه حملې دپاره پرېږدم چې په هغې کښې د بيتيسيموت، بعل معون او قِريَتائم ښکلى ښارونه شامل دى. 10زۀ به د مشرق په خلقو موآب او عمونيان قبضه کړم، نو بيا به نور عمونيان د دُنيا په مُلکونو کښې نۀ ياديږى، 11زۀ به په موآبيانو د سزا حکم وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“
د ادوم خِلاف پېشګوئې
12”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې ادوم د يهوداه د قوم نه په بدله اخستو سره سخت مجرم وګرځولے شو. 13نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به خپل لاس د ادوم خلاف وغزوم او د هغۀ خلق او ځناور به ووژنم. زۀ به دا د تيمان نه واخله تر ددان پورې وران ويجاړ کړم او هغوئ به په تُوره قتل کړم. 14زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په لاس خپله بدله د ادوميانو نه واخلم، او هغوئ به ورسره زما د قهر و غضب په مطابق رفتار وکړى، هغوئ به زما په بدله اخستو پوهه شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“
د فلستى خِلاف پېشګوئې
15”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، فلستيانو د يهوداه نه بېرحمه بدله واخسته، او هغوئ د خپل زړۀ پخوانۍ کينه او دشمنى ورسره ښکاره کړه. 16نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د فلستيانو خلاف خپل لاس ورغزوم، او زۀ به چريتيان ختم کړم او څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى هغوئ به تباه کړم. 17او زۀ به د هغوئ نه سخته بدله واخلم او په خپل غضب کښې به ورله سزا ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ نه بدله واخلم.“