23
درويشتم باب
دوه زناکارې خوېندې
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، دوه ښځې وې چې د يوې مور لوڼه وې. 3هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو. 4د مشرې نامه اوحوله وه، او د هغې د خور نامه اوحوليبه وه. هغوئ زما وې او زامن او لوڼه يې راوړل. د اوحوله نه سامريه مطلب دے، او اوحوليبه نه يروشلم مطلب دے. 5اوحوله په کنجرتوب کښې آخته شوه کله چې هغه لا زما وه، او هغه د شوق نه خپلو عاشقانو د اسورى جنګيالو پسې وه. 6سرکارى آفسران او کمانډران ټول ښکلى ځوانان وُو او شاندراې جامې يې اچولې وې او په آسونو سوارۀ وُو. 7هغې خپل ځان د اسوريانو ټولو آفسرانو ته لکه د کنجرې په شان پېش کړو او خپل ځان يې د هغه هر چا ټولو بُتانو سره پليت کړو چا پسې چې د هغې شوق وو. 8هغې هغه کنجرتوب پرې نۀ ښودو چې په مِصر کښې يې شروع کړے وو، کله چې د هغې د پېغلتوب په دوران کښې سړى د هغې سره څملاستل او د هغې سينو سره يې لوبې وکړې او خپل شوق يې په هغې پوره کړو. 9نو په دې وجه ما هغه خپلو عاشقانو ته حواله کړه، اسوريانو ته چا سره چې د هغې شوق دے. 10هغوئ هغه بربنډه کړه، د هغې نه يې زامن او لوڼه واخستل او هغه يې په تُوره ووژله. او هغه د نورو ښځو په مينځ کښې د عبرت مثال شوه، او سزا په هغې نازله شوه. 11د هغې خور اوحوليبه دا وليدل خو اوس هغه په شهوت پرستۍ او کنجرتوب کښې د خپلې خور نه ډېره زياته تېزه وه. 12اسورى مشرانو او آفسرانو او د ښائسته جامو جنګيالو ته او په آسونو سوارو آفسرانو ته، زياته په شوق کښې وه چې ښکلى ځوانان وُو. 13نو ما وليدل چې هغې هم خپل ځان پليت کړو، او هغوئ دواړه په يوه لاره باندې لاړې. 14خو هغې خپل کنجرتوب مخکښې جارى وساتلو. هغې د سړو تصويرونه په دېوال وليدل، د بابليانو تصويرونه چې په سور رنګ نقش شوى وُو. 15هغوئ ملابندونه تړلى وُو او په سرونو يې غټ پټکى تړلى وُو، هغوئ ټولو د بابليانو د جنګى ګاډو د آفسرانو په شان لباس اغوستے وو. 16څنګه چې هغې هغوئ وليدل، نو هغوئ ته يې ډېر شوق وشو او ورپسې يې بابل ته قاصدان ورولېږل. 17بيا بابليان راغلل د هغې سره بستره کښې يو ځائ شول، او په خپل شهوت سره يې هغه پليته کړه. وروستو د دې نه چې هغه د دوئ په وجه پليته شوه، هغه د هغوئ نه بېزاره شوه او د هغوئ نه واوړېدله. 18کله چې هغې په ښکاره توګه خپل کنجرتوب شروع کړو او خپل ځان يې ټولو ته لغړ کړو، زۀ د هغې نه بېزاره شوم او خپل مخ مې ترې نه واړولو لکه څنګه چې ما د هغې د خور نه اړولے وو. 19خو هغه د پخوا نه هم ډېره زياته کنجره شوه لکه څنګه چې هغه په مِصر کښې د خپلې ځوانۍ په عمر کښې کنجره وه. 20هغې هلته د خپلو عاشقانو سره شهوت بازى وکړه، د چا شرمګاه چې د خرونو په شان غټ وو او د چا انزال چې د آسونو په شان وُو. 21نو تۀ د خپلې ځوانۍ د هغه مستۍ بيا خواهشمنده يې، لکه څنګه چې ستا په پېغلتوب کښې پردو سړو په مِصر کښې ستا د سينو سره لوبې وکړې.“
د اوحوليبه سره د مالِک خُدائ عدالت
22نو په دې وجه، اے اوحوليبه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”زۀ به ستا عاشقان ستا خلاف راپاڅوم، د چا نه چې تۀ اوړېدلې يې او نفرت ترې کوې، او زۀ به هغوئ ستا خلاف د هرې خوا نه راولم. 23بابليان او ټول د فقود او د شوع او د کوع خلق او هغوئ سره به ټول اسوريان، ښکلې ځوانان سړى، ټول آفسران او حاکمان، د جنګى ګاډو آفسران او د اوچت مقام خلق ټول په آسونو سوارۀ ستا خلاف راولم. 24هغوئ به ستا خلاف د وسلو، جنګى ګاډو او ريړو او د ډېرو خلقو او لوئ لښکر سره راشى. هغوئ به ستا خلاف هرې خوا ته مورچه شى او د لويو او وړو ډالونو او جنګى ټوپۍ په سر به په تا حمله وکړى. او زۀ به تا هغوئ ته د سزا دپاره حواله کړم. او هغوئ به د خپل قانون په مطابق تاسو له سزا درکړى. 25زۀ به ستاسو خلاف خپله غصه نازله کړم، او هغوئ به تاسو سره د غصې سلوک وکړى. هغوئ به ستاسو پوزې او غوږونه پرې کړى، او په تاسو کښې چې څوک پاتې شى په تُوره به مړۀ کړے شى. هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه بوځى، او تاسو نه چې څوک پاتې شى هغوئ به په اور کښې وسوزولے شى. 26هغوئ به ستاسو نه جامې وباسى او قيمتى کالى به درنه واخلى. 27نو زۀ به ستا هغه فحاشى او کنجرتوب ختم کړم کوم چې تا په مصر کښې شروع کړے وو. تۀ به نور دې څيزونو ته د خواهش نظر نۀ کوې او نۀ به مِصر يادوې. 28نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ تاسو هغه خلقو ته حواله کوم چې تاسو ترې نفرت کوئ، هغوئ ته چا نه چې تاسو په بېزارۍ سره مخ اړولے وو. 29هغوئ به تاسو سره د نفرت سلوک وکړى او هر هغه څيز به درنه يوسى کوم دپاره چې تاسو محنت کړے دے. تاسو به بربنډ او لغړ پرېږدى، او ستا د زناکارۍ شرم به څرګند شى. ستا فحاشۍ او زناکارۍ 30دا هر څۀ په تا باندې راوستل، ځکه چې تۀ نورو قومونو پسې بېقراره وې او خپل ځان دې د هغوئ په بُتانو پليت کړو. 31تۀ د خپلې خور په لار لاړې، نو زۀ به د هغې پياله ستا په لاس کښې کېږدم. 32مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ به د خپلې خور پيالۍ وڅښې، يوه لويه او ژوره پيالۍ، دا به تا د خلقو د ټوقو او مسخرو کړى، ځکه چې دا پياله ډکه ده. 33تۀ به په خفګان او نشه اخته شې، د تباهۍ او د دهشت پيالۍ، يعنې ستا د خور سامريې پيالۍ. 34تۀ به دا وڅښې او تشه به يې کړې، او په ماتو شوو ټوکړو به يې شخوند ووهې او خپله سينه به د غم نه ووهې. ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل. 35نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د کله نه چې تا زۀ هېر کړے يم او وروستو خپل شا ته دې غورزولے يم، په دې وجه تۀ به خامخا د خپلې شهوت پرستۍ او زناکارۍ سزا وزغمې.“
په دواړو خوېندو د مالِک خُدائ عدالت
36مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، ولې تۀ به د اوحوله او اوحوليبه عدالت وکړې؟ نو هغوئ تۀ د هغوئ حرام کارونه مخامخ کړه. 37ځکه چې هغوئ زنا وکړه او د هغوئ لاسونه په وينو سرۀ دى. هغوئ خپلو بُتانو سره زنا وکړه، تر دې چې هغوئ خپل زامن هم بُتانو ته د خوراک دپاره قربانى کړل، کوم چې هغوئ زما دپاره پېدا کړى وُو. 38هغوئ ما سره هم دا وکړل چې، په هم هغه وخت کښې هغوئ زما مقدس کور پليت کړو او زما د سبت بېحرمتى يې وکړه. 39په هغه ورځ چې هغوئ خپل ماشومان خپلو بُتانو ته قربانى کړل، نو په هغه ورځ هغوئ زما مقدس کور ته ننوتل او د دې بېحرمتى يې وکړه. دا هغه څۀ دى چې هغوئ زما کور کښې وکړل. 40تر دې چې هغوئ د سړو دپاره قاصدان لېږلى وُو څوک چې د لرې ځائ نه راغلل، او کله چې هغوئ راورسېدل تا خپل ځان د هغوئ دپاره پاک کړو او خپلې سترګې دې تورې کړې او لا دا چې ځان دې په سرو زرو سنګار کړو. 41بيا تۀ په شانداره صوفې کښېناستلې چې مېز يې په مخکښې پروت وو په کوم چې تا هغه خوشبو او تېل اېښى وُو چې زما وُو. 42د ګڼو خلقو شور د هغې سره نزدې وو، تر دې چې مست او عياش خلق يې د صحرا نه راوستل او هغوئ دغه دواړو خوېندو ته په مټو کښې بنګړى واچول او ښکلى تاجونه يې ورته په سر کړل. 43نو ما بيا د هغه چا په حقله ووئيل څوک چې د زناکارۍ په وجه ستړې شوې وه، اوس پرېږده چې هغوئ دا لکه د يو کنجرۍ په شان استعمال کړى، ځکه چې هغه هم داسې ده. 44او هغوئ د هغې سره زنا وکړه. لکه څنګه چې سړے د زناکارې سره څملى، نو هغوئ د هغه بېحيا ښځو اوحوله او اوحوليبه سره څملاستل. 45خو صادقان به هغوئ ته د هغو ښځو سزا ورکړى څوک چې زنا او قتل کوى، ځکه چې هغوئ زناکارې دى او لاسونه يې په وينو سرۀ دى.“ 46مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د هغوئ خلاف لوئ لښکر راوله او هغوئ يرې او لوټ مار ته حواله کړه. 47د هغوئ دشمنان به هغوئ سنګسار کړى او په تُوره به يې ووژنى، هغوئ به د دوئ زامن او لوڼه مړۀ کړى او د هغوئ کورونه به وسوزوى. 48نو زۀ به په دې مُلک کښې شهوت پرستى ختمه کړم، او ټولو ښځو ته به تنبيه مِلاو شى او هغوئ به نور ستا په نقش قدم نۀ ځى. 49تاسو به د خپلې شهوت پرستۍ دپاره سزا وزغمئ او د خپلې بُت پرستۍ د ګناهونو سزا به برداشت کړئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“