Logo aplikacji Biblia
Ikona wyszukiwania

زبور ۱۱۲

۱۱۲
یوسلو دولسم زبور
د نېک سړي خوشحالي
1 د څښتن ثنا او صفت وکړئ!
بختور دی هغه څوک چې کړي وېره له څښتنه
چې ډېر په خوښۍ سره مني د هغه حکمونه
2 د هغه اولادونه به شي قوي وطن کې
او د نېکو خلکو نسل به برکت ومومي
3 وي به شتمنه او دولتمنده کورنۍ د هغه
وي به نېکمرغه تر ابده پورې
4 نېکانو خلکو ته ځلیږي په تیاره کې رڼا
څوک چې مهربانه، زړه سواندي او عادل اوسي
5 بختور دی هغه څوک چې وي سخي قرض ورکولو کې
چې چلوي خپل کاروبار په انصاف سره
6 ناکام به نه شي په هېڅ وخت کې نېک عمله سړی
نوم به یې یادیږي د همېش دپاره
7 نه به وېریږي هغه له بد خبر څخه
ځکه چې زړه یې دی قوي، لري توکل په څښتن
8 زړه یې ټینګ دی او نه وېریږي
هغه به ویني په رښتیا د دښمنانو ماتې
9 په سخاوت سره کومک کړي محتاجانو سره
د هغه نېک اعمال د تل دپاره پاتې کیږي
وي به قوي او درناوی به یې کیږي
10 بدکاران چې دا ګوري په قهریږي به
خپل غاښونه به چیچي او ورکیږي به دوی
ارمان به نه شي پوره د هغوی هېڅکله

Obecnie wybrane:

زبور ۱۱۲: APB

Podkreślenie

Kopiuj

Porównaj

Udostępnij

None

Chcesz, aby twoje zakreślenia były zapisywane na wszystkich twoich urządzeniach? Zarejestruj się lub zaloguj