صفنياه پېژندګلو
پېژندګلو
د حضرت صفنياه په کِتاب کښې ليکلے شوى دى چې د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده او دا ځکه چې کله خبره د ګناه راشى نو بيا د مالِک خُدائ د صبر يو حد دے. د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده او په هغه وخت کښې به حساب کِتاب کيږى. نۀ صرف د يهوداه سره بلکې ټولو بُت پرستو قومونو له به هم خُدائ پاک سزا ورکوى. د حضرت يوسياه بادشاه د بادشاهۍ په دوران کښې حضرت صفنياه پېشګوئې وکړه او په يهوداه کښې يې يو لوئ بدلون راوستو د دې نه مخکښې د منسى بادشاه په اوږد دور کښې لويه تباهى شوې وه. حضرت صفنياه د لوټ مار او بدۍ په حقله د خُدائ پاک د عدالت اعلان وکړو او د هغه منصوبې اعلان يې هم وکړو چې خُدائ پاک به يهوداه بحال کړى. هغۀ د مالِک خُدائ د ورځ کومه چې راتلونکې ده په حقله خبرې وکړې، يعنې هغه وخت کله چې به ګناه ته سزا ورکړے شى، او اِنصاف به فاتح شى او وفاداران چې کوم باقى پاتې وى هغه به بچ کړے شى. دا جمله د مالِک خُدائ ورځ مونږ بيا بيا په کِتاب مقدس کښې وينو چې په کښې د خُدائ پاک تاريخى راتلونکو فېصلو ته او د روزمحشر عدالت ته اِشاره کوى. د حفظ کولو دپاره صفنياه ۳:_۱۷ آيت ”خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.