زکرياه 9
9
نهم باب
د بنى اِسرائيلو د دشمنانو عدالت
1د مالِک خُدائ پېغام د حدرک د مُلک خلاف دے او دا به په دمشق نازل شى، ځکه چې د خلقو او د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو سترګې مالِک خُدائ ته دى. 2او حمات ته هم چې د دې سره يې سرحدونه دى، او په صور او صيدا هم اګر کۀ هغوئ ډېر ماهران دى. 3د صور خلقو ځان دپاره پخه قلعه جوړه کړه، او هغې سپين زر لکه د خاورې ډيرى، او سرۀ زر يې لکه د کوڅو د ګندونو په شان راغونډ کړل. 4خو مالِک خُدائ به د دې ملکيت قبضه کړى. او د دې ټول قدرت به په سمندر کښې تباه کړى، او دا به په اور وسوزولے شى. 5د اسقلون ښار به دا وګورى او وبه يريږى. غزه به د يرې نه په لړزان شى. او عقرون به هم، ځکه چې د هغې اُميد به ختم شى. د غزه بادشاه به مړ شى او اسقلون به شاړ شى. 6پردى خلق به اشدود قبضه کړى، او زۀ به د فلستيانو غرور ختم کړم. 7زۀ به د هغوئ د خُلو نه د وينو ډکه غوښه راکاږم، او د هغوئ د غاښونو نه به حرامه قربانى راوباسم. او ژوندى پاتې شوى فلستيان به زمونږ د مالِک خُدائ عبادت وکړى او د يهوداه د يوې قبيلې په شان به شى. د عقرون فلستيان به زما خلقو سره يوځائ شى، لکه څنګه چې پخوانى يبوسى يو ځلى يوځائ شوى وُو. 8نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم.
د صيون د بادشاه راتلل
9ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې. 10زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى. 11اے زما قومه، ما تاسو سره لوظ وکړو او د هغې تصديق د قربانۍ وينې سره وشو، د دې دپاره چې زۀ به ستاسو قېديان د اوچ کندو نه آزاد کړم. 12خپلې قلعې ته په اُميد سره واپس راشئ، اے قېديانو، زۀ هم اوس اعلان کوم چې تاسو به زۀ يو په دوه بيا آباد کړم. 13زۀ به يهوداه داسې راکاږم لکه څنګه چې زۀ خپله د غشى لينده راکاږم او د اِفرائيم نه به يې لکه د غشو ډک کړم. زۀ به ستا زامن، اے صيونه، د يونان د زامنو خلاف راپاروم، او تا نه به د جنګيالى تُوره جوړه کړم. 14بيا مالِک خُدائ به د هغوئ دپاسه راښکاره شى، د هغۀ غشى به لکه د برېښنا په شان ځليږى. مالِک خُدائ ربُ الافواج به بيګل وغږوى، هغه به د جنوب طرف طوفان کښې راشى. 15او مالِک خُدائ ربُ الافواج به د هغوئ حِفاظت کوى، هغوئ به دشمنان تباه کړى او په هغوئ به د ليندو کاڼو سره غالب شى. هغوئ به د شرابيانو په شان شور کوى، هغوئ به لکه د هغه جام په شان ډک وى چې د قربانګاه په ګوټونو د وينې شيندلو دپاره استعماليږى. 16مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په هغه ورځ د خپلو خلقو د شپونکى په توګه بچ کړى. هغوئ به د هغۀ په مُلک کښې لکه د تاج د قيمتى کاڼو په شان ځليږى. 17هغوئ به څومره ښکلې او ښائسته وى. غله به ځوانان سړى، او نوى مے به ځوانې ښځې څربه کړى.
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.