ناحوم پېژندګلو
پېژندګلو
د حضرت ناحوم پېغام دا دے چې خُدائ پاک د دُنيا معاملې په خپل قابو کښې ساتى. د دُنيا د لوئ نه لوئ يو طاقت هم د خُدائ پاک منصوبه د مکمل کېدو نه نۀ شى ايسارولے. هغه په هر څۀ قادر دے. په لويو لويو بادشاهانو ترقى او زوال راغلے دے، خو په مکمل تاريخ کښې څوک هم تر اوسه پورې د دې قابل شوے نۀ دے چې د خُدائ پاک طاقت له شکست ورکړى. او هم دا د هغۀ د منونکو دپاره د تسلۍ باعث خبره ده، کۀ هر څومره هم حالات خراب شى خو د هغوئ يقين هم په خُدائ پاک وى. حضرت ناحوم د نينوه خلقو له خبردارے ورکړو چې زر به د اسور خلق په تاسو حمله وکړى. خو حضرت ناحوم غرورناکو او طاقتورو اسوريانو له هم خبردارے ورکړو چې هغوئ به هم تباه شى کۀ چرې توبه يې ونۀ کړه او خُدائ پاک ته راونۀ ګرځېدل. هغه وفادارو له دعوت ورکوى چې د مصيبت په وخت کښې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ او ورسره وعده کوى چې خُدائ پاک به د هغوئ حفاظت وکړى. د حفظ کولو دپاره ۱:_۷ آيت ”مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.