ميکاه پېژندګلو
پېژندګلو
د حضرت ميکاه په کِتاب کښې د خُدائ پاک د کردار دوه زبردست اړخونه څرګنديږى يعنې د هغۀ عدالت او د هغۀ رحم. مالِک خُدائ غواړى چې د هغۀ خلق په اِنصاف، وفادارۍ او په مينه عمل وکړى. مذهبى رسومات ادا کول دومره اهميت نۀ لرى څومره چې په خالص زړۀ سره د خُدائ پاک عبادت کول اهميت لرى. حضرت ميکاه په هغه وخت کښې پېشګويانې وکړې کله چې په يهوداه کښې د يوتام او د هغۀ پسې د احاز حکمرانى وه او هم په هغه وخت کښې حضرت يشعياه نبى خپل فرائض ادا کول. دا د خوشحالۍ دور وو، او حضرت ميکاه د دولتمندو خلاف آواز اوچت کړو چا به چې په غريبانانو ظلم کولو. او د راتلونکى عدالت په حقله يې خبردارے ورکړو. په دې کِتاب کښې دوه حصې دى چې په يوه کښې خبردارے دے او په بله حِصه کښې د اُميد پېغام دے. د راتلونکى وخت په حقله حضرت ميکاه نبى دوه ډيرې اهمې پېشګويانې وکړې. هغۀ اوله پېشګوئې دا وکړه چې په راتلونکى وخت کښې به امن قائم شى د هغه مُلکونو په مينځ کښې چې په کښې جنګونه وُو او يو داسې وخت به راشى چې هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى. نو دا د امن شيبې به صرف د هغه خاص ذات په روح او طاقت کښې ممکن وى څوک به چې د بيتلحم په وړه ښاريه کښې پېدا کيږى. دا پېشګوئې به د بيتلحم په ښاريه کښې د حضرت عيسىٰ په پېدايښت کښې اووۀ سوه کاله وروستو پوره کېده. د حفظ کولو دپاره ۷:_۸ آيت ”اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.