حبقُوق پېژندګلو
پېژندګلو
د حضرت حبقُوق نبى پېغام د هغوئ دپاره د حوصلې باعث دے څوک چې په ايماندارۍ سره او د زړۀ نه د خُدائ پاک تلاش کوى، او د هغوئ دپاره څوک چې په معاشره کښې د بدۍ په حقله پرېشانه دى نو په دې کښې هغوئ سره خُدائ پاک لوظ کوى چې هغه به په خپل وخت او په خپلې طريقې سره اِنصاف کوى. خُدائ پاک يوه منصوبه لرى او هغه هيڅکله ګناه نۀ نظر انداز کوى. يوه ورځ به حساب کِتاب کيږى او د بابل په شان بدعمله قوم به هم د خُدائ پاک د مقصد دپاره استعمال شى. په دوېم باب او څلورم آيت کښې ليکلى دى چې، صادقان به په خُدائ د خپلې ايماندارۍ په وجه ژوندى پاتې شى. دا يو زبردست لوظ دے چې حضرت حبقُوق نبى يې کوى، او د دې دعوىٰ ټول مؤمنان د خپل اذيت او مصيبت په وخت کښې کولے شى. د حفظ کولو دپاره ۳:_۱۹ آيت ”قادر مطلق خُدائ زما طاقت دے. هغه زما پښې لکه د هوسۍ د پښو په شان کوى، هغه ما د دې جوګه کوى چې په اوچتو ځايونو وګرځم.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.