Logo YouVersion
Ikona vyhledávání

اعمال 16

16
شپاړسم باب
د پولوس رسول او سيلاس سره د تيموتيوس ملګرتيا
1پولوس دربې او لستره ته لاړو. هلته تيموتيوس نومې يو مريد وو چې مور يې يهودڼه وه او هغه ايمانداره وه خو د هغۀ پلار يونانى وو. 2هغه د لستره او اِکونيوم په ايماندارانو کښې ډېر نېک نامه وو. 3پولوس غوښتل چې تيموتيوس د خپل ځان سره بوځى، او د هغه يهوديانو د خاطره چې هلته اوسيږى هغوئ هغه سنت کړو ځکه چې هغوئ ټولو ته پته وه چې د هغۀ پلار يونانى وو. 4څنګه چې هغوئ د يو ښار نه بل ته تلل نو هغه فرمانونه چې رسولانو او مشرانو پرې په يروشلم کښې فېصله کړې وه، هغه يې ايماندارانو ته اورول چې عمل پرې وکړى. 5نو جماعتونه په ايمان کښې ورځ په ورځ تکړه کېدل او د هغوئ شمېر زياتېدو.
د مِکدونى سړى په حقله د پولوس رسول رويا
6نو هغوئ د فروګيه او ګلتيه په علاقو واوړېدل ځکه چې روحُ القُدس هغوئ د آسيه په صوبه کښې د کلام اورولو نه منع کړى وُو. 7کله چې هغوئ د موسيه سرحد ته ورسېدل نو هغوئ کوشش وکړو چې بتونيه ته ننوځى خو د عيسىٰ روح هغوئ پرې نۀ ښودل. 8نو هغوئ په موسيه تير شول او ترواس ته لاړل. 9د شپې پولوس رويا وليدله چې يو مِکدونى سړے ولاړ دے او دا مِنت ورته کوى چې، ”مِکدونيه ته راپورې وځه او زمونږ مدد وکړه.“ 10کله چې هغۀ دا رويا وليده نو مونږ سمدستى کوشش وکړو چې مِکدونيه ته لاړ شُو. زمونږ دا خيال وو لکه چې خُدائ پاک راته وئيلى وى چې هغوئ ته زيرے ورکړُو.
د فيليپى لِديه په حضرت عيسىٰ مسيح ايمان راوړل
11نو مونږ د ترواس نه په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او نېغ ساموتراکې ته او په بله ورځ نياپوليس ته لاړو، 12او د هغه ځائ نه فيليپى ته چې د مِکدونيه په ضِلع کښې لوئ ښار دے او د روميانو کالونى هم ده. مونږ په دې ښار کښې د څو ورځو دپاره پاتې شُو. 13د سبت په ورځ مونږ د ښار د دروازې نه بهر د سيند غاړې ته لاړو چرته چې زمونږ دا خيال وو چې خلق به د عبادت دپاره راټول شوى وى، مونږ کښېناستو او هلته د راغلو ښځو سره مو خبرې وکړې. 14په هغوئ کښې د يوې نوم لِديه وو چې د قيمتى کاسنى رنګ جامو سوداګره وه او د تواتيره د ښار اوسېدونکې وه. هغه د خُدائ پاک عبادت کوونکې وه. مالِک د هغې زړۀ پرانستو او هغې د پولوس کلام قبول کړو. 15کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.
پولوس رسول او سيلاس په قېدخانه کښې
16مونږ يوه ورځ چې عبادتخانې ته روان وُو نو يوه نوکره مو وليدله چې پرې د غېب عالم روح ناست وو او هغې خپلو مالِکانو ته د فال کتو په ذريعه ډيرې پېسې ګټلې. 17هغه نوکره پولوس او مونږ پسې راروانه وه او چغې يې وهلې، ”دا د خُدائ تعالىٰ غلامان دى او تاسو ته د خلاصون لار ښائى.“ 18هغې دا وينا ډيرې ورځې وکړه خو آخر پولوس تنګ شو. هغۀ هغه روح ته مخ راواړولو او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ تا ته حُکم درکوم چې د عيسىٰ مسيح په نوم د دې نه بهر شه.“ او هغه په هغه ځائ د هغې نه راووتو. 19خو کله چې د جينۍ مالِکانو وکتل چې د دوئ د ګټې اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس او سيلاس ونيول او په بازار کښې يې په راښکلو حاکمانو ته راوستل. 20چې کله يې هغوئ د منصفانو په وړاندې پېش کړل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا کسان زمونږ په ښار کښې ګړبړ جوړوى او يهوديان هم دى. 21دوئ د هغه رسمونو تعليم ورکوى کوم چې مونږ روميانو ته منل او عمل پرې کول روا نۀ دى.“ 22ګڼه هغوئ سره په پولوس او سيلاس باندې د حملې کولو دپاره يو ځائ شوه او منصفانو حکم وکړو چې د دوئ جامې وباسئ او په کوتکونو يې ووهئ. 23د ښۀ وهلو ټکولو نه پس يې هغوئ په قېدخانې کښې واچول او د جيل مشر ته يې حکم وکړو چې په هغوئ سخت نظر ساتى چې ونۀ تښتى. 24د دې حکم په مطابق هغۀ هغوئ د قېدخانې په دننه حِصه کښې واچول او د هغوئ پښو ته يې زولنۍ واچولې. 25خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو، 26چې ناګهانه داسې سخته زلزله راغله چې د قېدخانې بنيادونه يې وخوځول. او سمدستى ټولې دروازې کولاو شوې او د ټولو قېديانو زولنۍ پرانستے شوې. 27کله چې د جيل مشر راويښ شو او د قېدخانې دروازې يې کولاو وليدلې نو دا خيال يې وکړو چې قېديان به تښتېدلى وى، نو هغۀ خپله تُوره راوويسته نو چې څنګه يې خپل ځان وژلو. 28خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“ 29نو د جيل مشر ډيوه راوغوښته، ورمنډه يې کړه او په رپېدو د پولوس او سيلاس په وړاندې پرېوتو. 30بيا هغۀ هغوئ بهر راوويستل او وې وئيل چې، ”اے صاحبانو، زۀ څۀ وکړم چې خلاصون حاصل کړم؟“ 31هغوئ جواب ورکړو چې، ”په مالِک عيسىٰ باندې ايمان راوړه نو تۀ او ستا خاندان به خلاصون حاصل کړى.“ 32بيا هغوئ د مالِک کلام هغۀ ته او د هغۀ د کور ټولو خلقو ته واورولو. 33د شپې په هم هغه وخت د جيل مشر هغوئ ځان سره بوتلل او زخمونه يې ورله ووينځل، نو په هم هغه ساعت هغوئ بيا هغۀ ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړه. 34هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل او خوراک يې ورته کېښودو او هغه سره د خپله ټوله خاندانه ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغوئ په خُدائ پاک ايمان راوړے وو. 35نو سحر وختى منصفانو آفسران د دې حکم سره ورولېږل چې، ”هغه کسان پرېږدئ چې لاړ شى.“ 36نو د جيل مشر پولوس ته دا خبر ورکړو او وئ وئيل چې، ”منصفانو دا خبر رالېږلے دے چې تۀ او سيلاس دې آزاد کړے شى، نو اوس راوځئ او په خير لاړ شئ.“ 37خو پولوس آفسرانو ته ووئيل چې، ”باوجود د دې چې مونږ سره د روم شهريت دے خو هغوئ مونږ د خلقو په وړاندې بې‌ګناه بې‌خطا ووهلو. او مونږ يې قېد کړو او اوس مو په پټه وباسى څۀ؟ بلکل نه، هغوئ دې په خپله راشى او مونږ دې بهر کړى.“ 38آفسرانو د دوئ دا خبره منصفانو ته ورسوله. کله چې هغوئ دا واورېدل چې پولوس او سيلاس سره د روم شهريت دے نو يرې واخستل 39او راغلل او معافى يې ورنه وغوښته، او هغوئ يې رابهر کړل او مِنت يې ورته وکړو چې د ښار نه لاړ شئ. 40د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.

Právě zvoleno:

اعمال 16: PYPB

Zvýraznění

Sdílet

Kopírovat

None

Chceš mít své zvýrazněné verše uložené na všech zařízeních? Zaregistruj se nebo se přihlas