14
څوارلسم باب
په اِکونيوم کښې زيرے اورول
1پولوس او برنباس په اِکونيوم کښې د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. هلته هغوئ په داسې ښۀ انداز سره خبرې وکړې چې ډېرو يهوديانو او غېريهوديانو پرې ايمان راوړو. 2خو بېايمانه يهوديانو د غېريهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو. 3خو د ډيرې مودې دپاره پولوس او برنباس هلته پاتې شول او په زړۀ ورتيا سره يې د مالِک په حقله خبرې کولې، نو مالِک د هغوئ د معجزو او نښو او عجيبه کارونو د قابليت په ورکولو سره د خپل کلام تصديق وکړو. 4خو د ښار خلق په دوو ډلو تقسيم شول، ځينې د يهوديانو په طرف او ځينې د رسولانو سره شول. 5خو غېريهوديانو او يهوديانو په يو ځائ د ښار د حاکمانو سره داسې منصوبه جوړه کړه چې دوئ به هغوئ بېعزته او سنګسار کړى. 6نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو. 7او هلته يې مسلسل د زيرى تعليم ورکولو.
په لستره او دربه کښې زيرے اورول
8په لستره کښې يو شل سړے وو چې پېدائشى ګوډ وو او هيچرې نۀ وو ګرځېدلے. 9کله چې پولوس بيان کولو نو هغۀ ورته غوږ اېښے وو، نو چې پولوس ورته د زړۀ نه وکتل نو په دې پوهه شو چې د هغۀ په جوړېدلو ايمان شته، 10نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”پاڅه او په خپلو پښو ودرېږه.“ نو هغه اېک دم پاڅېدو او روان شو. 11کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“ 12هغوئ برنباس ته د زيُوس معبود او پولوس ته د هِرميس معبود خطاب وکړو ځکه چې پولوس د هغوئ مشرکلام اورونکے وو. 13د زيُوس اِمام چې د چا عبادتخانه د ښار نه بهر وه، هغۀ د ښار دروازې ته غوَيان او هارونه راوړل ځکه چې هغۀ او هغه ګڼې غوښتل چې هغوئ ورته قربانى پېش کړى. 14خو کله چې برنباس او پولوس په دې خبر شُو نو خپلې جامې يې وشلولې او خلقو ته يې ورمنډې کړې او چغې يې کړې چې، 15”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى. 16په تېرو شوو زمانو کښې هغۀ ټول نسلونه خپلې خوښې ته پرېښې وو چې په کومه ځى. 17هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“ 18په دې وينا سره رسولانو خلق خپل ځان ته د قربانۍ کولو نه ډېره په ګرانه سره منع کړل. 19بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے. 20خو چې کله مريدان د هغۀ نه راتاو شول، نو هغه پاڅېدو او ښار ته واپس دننه لاړو او په بله ورځ هغه د برنباس سره دربې ښار ته لاړو.
د شام اَنطاکيه ته واپس تلل
21په دربې کښې د زيرى اورولو نه وروستو ډېر خلق د عيسىٰ مريدان شول. بيا هغوئ لستره، اِکونيوم او اَنطاکيه ته واپس لاړل. 22هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“ 23هغوئ په هر جماعت کښې مشران مقرر کړل، او په روژه نيولو او دُعا کولو سره يې هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چې يې ايمان راوړے وو. 24بيا هغوئ د پيسيديه نه تير شول او پمفوليه ته راغلل. 25او کله چې هغوئ په پرګه کښې کلام واورولو نو هغوئ لاندې اټاليى ته لاړل. 26د اټاليى نه هغوئ اَنطاکيه ته په سمندرى جهاز کښې لاړل چرته چې هغوئ د هغه کار دپاره د خُدائ پاک فضل ته وسپارلے شول کوم چې دوئ اوس پوره کړو. 27کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېريهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه. 28او هغوئ هلته تر ډېره وخته پورې د مريدانو سره پاتې شول.