زکرياه 6
6
شپږم باب
څلور جنګى ګاډۍ
1ما بيا بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور جنګى ګاډۍ د پيتلو د دوو غرونو د مينځ نه راروانې وې. 2وړومبۍ ګاډۍ کښې سرۀ آسونه، دوېمه کښې تور آسونه وُو، 3درېمه کښې سپين آسونه او څلورمه کښې برَګ آسونه وُو، ټول ډېر مضبوط وُو. 4ما د هغه فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى زما مالِکه؟“ 5فرښتې راله جواب راکړو، ”دا د آسمان څلور روحونه دى، دا د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ د حضور نه بهر راوتل. 6هغه ګاډۍ چې تور آسونه يې دى د شمال مُلک طرف ته، د سپينو آسونو والا د مغرب طرف ته، او د برَګو آسونو والا د جنوب طرف ته روانه ده.“ 7کله چې هغه طاقتور آسونه بهر ووتل، نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره بېصبره وُو. او هغې وفرمائيل، ”لاړ شئ او په دُنيا کښې ګشت ولګوئ.“ نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره لاړل. 8بيا هغې ما ته آواز وکړو چې، ”ګوره، کوم آسونه چې د شمال طرف ته روان دى هغوئ زما غصه په شمال مُلک کښې سړه کړه.“
د يشوَع دپاره تاج
9بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 10”د جلاوطن کړے شوى خلدى، طوبياه او يدعياه نه سپين زر او سرۀ زر واخله، څوک چې د بابل نه راغلى دى. هم په هغه ورځ د يوسياه د صفنياه د زوئ کور ته لاړ شه. 11د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه. 12هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى. 13دا هغه څوک دے چې د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى او دۀ ته به د بادشاهۍ جامې ورواغوستے شى او په تخت به کښېنى او بادشاهى به کوى. او په خوا کښې به اِمام د دۀ تخت سره ولاړ وى. او د دواړو په مينځ کښې به جوړ توړ وى.“ 14د خلدى، طوبياه، يدعياه او حين د صفنياه زوئ ته به تاج د مالِک خُدائ په کور کښې د يادګار په توګه ورکړے شى. 15هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.