زکرياه 5
5
پينځم باب
د الوتونکى طومار رويا
1ما بيا وکتل، هلته په هوا کښې زما په وړاندې يو کولاو شوے طومار وو. 2نو فرښتې زما نه تپوس وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى؟“ ما جواب ورکړو چې، ”ما ته په هوا کښې يو کولاو طومار ښکارى چې لس ګزه اوږد او پينځۀ ګزه پلن دے.“ 3او هغې ما ته وفرمائيل، ”دا هغه لعنت دے چې په ټوله دُنيا کښې به راشى، ځکه څۀ چې د دۀ په يو اړخ کښې ليکلے شوى دى د هغې په مطابق، هر يو غل به وشړلے شى، او څۀ چې د دې په بل اړخ ليکلے شوى دى د هغې په مطابق، هر څوک چې د دروغو قسمونه خورى هغوئ به لرې کړے شى. 4مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، زۀ به دا لعنت بهر ولېږم، او دا به د غل کور ته او د هغه چا کور ته ورننوځى څوک چې زما په نوم د دروغو قسمونه خورى. دا به په هغه کور کښې پاتې شى او دا به د دې لرګى او کاڼى دواړه په پوره توګه تباه کړى.“
په ټوکرۍ کښې د ښځې په حقله رويا
5بيا هغه فرښته چې ما سره يې خبرې کولې ما ته نزدې راغله او ما ته يې وفرمائيل، ”بره وګوره او هغه څۀ چې ښکارى دا څۀ دى.“ 6ما ترې تپوس وکړو چې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا د پېمانې ټوکرۍ ده.“ او هغې دا وفرمائيل چې، ”چې د ټول مُلک د خلقو د بېاِنصافۍ نه ډکه ده.“ 7بيا د سيکې دروند سر د ټوکرۍ نه اوچت کړے شو، او په ټوکرۍ کښې يوه ښځه ناسته وه. 8فرښتې وفرمائيل، ”د دې ښځې نامه بدعملى ده،“ او هغې هغه په ټوکرۍ کښې بيا ورديکه کړه او د سيکې دروند سر يې پرې کېښودو. 9بيا ما بره وکتل، او زما په وړاندې دوه ښځې وې، چې وزرې يې په هوا کښې وې. د هغوئ وزرې لکه د زاڼې د وزرې په شان وې، او هغوئ دا ټوکرۍ د زمکې نه آسمان ته وخېژوله. 10”هغوئ دا ټوکرۍ چرته وړى؟“ ما د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې تپوس وکړو. 11هغې جواب راکړو چې، ”د بابل مُلک ته چې د هغې دپاره هلته يو کور تيار کړى. کله چې هغه تيار شى، نو هلته به ټوکرۍ په خپل ځائ کېښودے شى.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.