34
څلور دېرشم باب
د بنى اِسرائيلو شپونکى
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 2”اے بنى آدمه، د شپونکو يعنې د بنى اِسرائيلو د مشرانو خلاف پېشګوئې وکړه، او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بنى اِسرائيلو په شپونکو دې افسوس وى څوک چې صرف خپله ګېډه څروى. ولې يو شپون ته پکار نۀ دى چې خپله رمه وڅروى؟ 3تاسو د دې پئ څښئ، او د دې د وړۍ نه ځانله جامې جوړَوئ او د خوښې ګډورى ترې نه حلالوئ، خو تاسو خپله رمه نۀ څروئ. 4تاسو د کمزورو ګډو خيال نۀ کولو او نۀ مو د بيمارانو دارو کول، او نۀ مو د زخمى شوو مرهم پټۍ کوله. تاسو ورک شوې واپس نۀ راوستل، او نۀ مو د ورک شوو لټون کولو. تاسو په هغوئ په سختۍ او د ظلم حکومت وکړو. 5نو هغه ګډې خوَرې شوې ځکه چې د هغوئ شپونکے نۀ وو، او کله چې هغه خورې ورې شوې نو د ځنګلى ځناورو د خوراک شوې. 6زما ګډې په ټولو غرونو او اوچتو غونډو سرګردانه وګرځېدلې. هغوئ په ټوله زمکه باندې خوَرې شوې، او چا هم نۀ د هغوئ لټون وکړو او نۀ يې وکتلې. 7نو په دې وجه اے شپونکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، 8زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ځکه چې زما د ګډو ښۀ شپونکے نشته نو په دې وجه لوټ شوې او د ټولو ځنګلى ځناورو د خوراک شوې، ځکه چې زما شپونکو زما د رمې لټون ونۀ کړو او زما د رمې په ځائ يې د خپل ځان خيال وساتلو، 9نو په دې وجه اے د قوم شپونکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ، 10مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، زۀ اوس د دې شپونکو خلاف يم او هغوئ به زۀ د خپلو ګډو دپاره ذمه وار وګرځوم. زۀ به هغوئ د خپلو ګډو د شپونتوب نه لرې کړم نو داسې به شپونکى نور خپل ځانونه نۀ شى مړولے. زۀ به خپلې ګډې د هغوئ د خُلو نه بچ کړم، او هغوئ به نور د دوئ خوراک نۀ وى.“
ښۀ شپون
11”مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به په خپله د خپلو ګډو لټون وکړم او هغوئ به راپېدا کړم او د هغوئ خيال به ساتم. 12لکه څنګه چې شپونکى د خپلو ګډو سره وى او د خپلو خوَرو ګډو په تلاش کښې وى، نو هم داسې به زۀ هم د خپلو ګډو په تلاش کښې يم. زۀ به هغوئ د هغه ټولو ځايونو نه بچ کړم چرته چې هغوئ د تيارې او د وريځې په ورځ خوَرې ورې شوې وې. 13زۀ به هغوئ د نورو قومونو نه راوکاږم او د نورو مُلکونو نه به يې راغونډ کړم، او زۀ به هغوئ خپل مُلک ته واپس راولم. هغوئ به زۀ د بنى اِسرائيلو په غرونو، او سيندونو په غاړه او د مُلک په ټولو آبادو ځايونو کښې وڅروم. 14زۀ به هغوئ په ښۀ شنو ځايونو کښې وڅروم، او د بنى اِسرائيلو د غرونو لوړې څوکې به د هغوئ د څرېدو ځائ وى. او هلته به هغوئ په ښۀ شنو واښو کښې څملى، او هغوئ د بنى اِسرائيلو د غرونو په شنو واښو کښې وڅريږى. 15زۀ به په خپله د خپلو ګډو شپون يم او هغوئ له به آرام ورکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. 16زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بېلارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم. 17ترڅو چې ستاسو خبره ده اے زما رَمې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به په خپله د يو ګډ او بل ګډ په مينځ کښې فېصله وکړم، او د ګډانو او د چېلو په مينځ کښې به عدالت کوم. 18ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې په ښه ګياه کښې وڅرېږئ؟ ولې تاسو به نوره پاتې ګياه د پښو لاندې کوئ څۀ؟ ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې پاکې اوبۀ وڅښئ؟ ولې تۀ به نورې پاتې اوبۀ په پښو سره خړوئ څۀ؟ 19ولې زما رمه به هغه ګياه خورى چې تاسو د پښو لاندې کړې وى او هغه اوبۀ به څښى چې تاسو د پښو سره خړې کړې دى؟ 20نو په دې وجه هغوئ ته، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ګورئ، زۀ په خپله به د څُرب ګډ او مانده ګډ په مينځ کښې عدالت وکړم. 21ځکه چې تاسو څربه ګډو، په خپلو اوږو او پتونونو باندې ټولې مانده ګډې ديکه کړې، او په خپلو ښکرونو سره مو ډغرې ورکړې، تر دې چې تاسو هغوئ خورې ورې کړې، 22نو زۀ به خپله رمه بچ کړم، او هغوئ به نور نۀ تالا والا کيږى. زۀ به د يوې ګډې او د بلې ګډې په مينځ کښې عدالت وکړم. 23زۀ به په هغوئ يو شپونکے مقرر کړم، زما خِدمتګار داؤد، او هغه به هغوئ څروى او هغه به د هغوئ شپونکے وى. 24زۀ، مالِک خُدائ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او زما خِدمتګار داؤد به د دوئ په مينځ کښې شهزاده وى. ما مالِک خُدائ وفرمائيل. 25زۀ به د هغوئ سره د امن لوظ وکړم او د هغه مُلک نه به خطرناک ځناور وشړم، نو هغوئ به په ميرو کښې ژوند کوى او په ځنګلونو کښې به په امن سره اودۀ وى. 26زۀ به هغوئ له، او خپل غر نه چاپېره ځايونو له برکت ورکړم. زۀ به په صحيح موسم په هغوئ باران کوم، او دا به د فضل او برکت بارانونه وى. 27د باغونو ونې به خپلې مېوې کوى او زمکه به خپل فصلونه کوى، او خلق به په خپل مُلک کښې په امن وى. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ د غلامۍ جغ مات کړم او د هغه خلقو د لاس نه ورله خلاصون ورکړم چا چې هغوئ غلامان کړى دى. 28نور به هغوئ د نورو قومونو د لاسه نۀ لوټ کيږى، او نۀ به يې ځنګلى ځناور خورى. هغوئ به په امن سره ژوند کوى، او هيڅوک به هغوئ نۀ شى يرولے. 29زۀ به هغوئ له داسې زمکه ورکړم چې په فصل کولو کښې به مشهوره وى، او هغوئ به نور په دې مُلک کښې د قحط په وجه په تکليف کښې نۀ وى او نۀ به د قومونو مسخرې زغمى. 30نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ، مالِک خُدائ د دوئ خُدائ پاک، د دوئ سره يم، او دوئ، د بنى اِسرائيلو قوم، زما خلق دى. مالِک خُدائ دا فرمائى. 31تاسو زما ګډې، زما د څرن د ځائ ګډې، زما خلق يئ، او زۀ ستاسو خُدائ پاک يم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“