حزقى‌ايل 33

33
درې دېرشم باب
د حزقى‌ايل د بنى اِسرائيلو محافظ مقررېدل
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه د خپلو خلقو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه، کله چې زۀ د يو مُلک خلاف جنګ شروع کړم، نو د هغه مُلک خلق د خپلو خلقو نه يو سړے غوره کړى چې د هغوئ محافظ وى. 3کۀ محافظ وګورى چې دشمن د هغه مُلک خلاف راروان دے نو هغه به بيګل وغږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى. 4نو بيا چې څوک د بيګل آواز واورى او هغې ته توجو ورنۀ کړى او جنګ او تُوره راشى او د هغۀ ژوند ختم کړى نو خون به يې په خپله غاړه وى. 5ځکه چې هغۀ د کله نه چې د بيګل آواز واورېدو او توجو يې ورنۀ کړه، نو خون يې په خپله غاړه دے. کۀ چرې هغۀ خبردارى ته توجو ورکړې وه، نو هغۀ به خپل ځان بچ کړے وو. 6خو کۀ محافظ دشمن وګورى چې راروان دے او بيګل ونۀ غږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى او دشمن راشى او کۀ د يو سړى ژوند ختم کړى، نو هغه سړے خو به د خپلې ګناه په وجه مړ شى، خو زۀ به محافظ د هغۀ د مرګ ذمه وار وګرځوم. 7اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو د قوم دپاره محافظ جوړ کړې، نو بيا هغه خبرې واوره کومې چې زۀ تا ته کوم نو زما د خوا نه تۀ هغوئ ته خبردارے ورکړه. 8کله چې زۀ يو بدعمله ته ووايم، ”اے بدعمله، تۀ به په حقيقت کښې مړ شې،“ او تۀ د هغوئ سره خبرې ونۀ کړې چې هغوئ د خپلو عملونو نه واوړى، نو هغه بدعمله به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، او زۀ به تا د هغۀ د مرګ ذمه وار کړم. 9خو کۀ تۀ يو بدعمله سړى له خبردارے ورکړې چې خپلې غلطې طريقې پرېږدى او هغه داسې ونۀ کړى، هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تا خپل ځان د هغۀ د خون د ذمه وارۍ نه بچ کړو.“
د محافظ پېغام
10”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، تاسو داسې وايئ چې، زمونږ جرمونو او ګناهونو مونږ لاندې کړى يُو، او مونږ د هغوئ په وجه سخا او تباه شوى يُو، نو مونږ به څنګه ژوندى پاتې شُو؟ 11هغوئ ته ووايه چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ د بدعمله په مرګ هيڅ نۀ خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ټول غلط کارونه پرېږدى او ژوندے پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ. اے بنى اِسرائيلو، نو بيا ولې تاسو مړۀ کېدل غواړئ څۀ؟ 12اے بنى آدمه، خپل د مُلک خلقو ته ووايه، د صادق انسان صداقت به هغه بچ نۀ کړى کۀ هغه نافرمانى کوى، او د بدعمله انسان بدعملى به هغه د مرګ کندې ته ونۀ غورزوى کۀ هغه دا پرېږدى. کۀ چرې يو صادق سړے ګناهونه وکړى، نو هغه به د خپل پخوانى صداقت په وجه بچ نۀ شى. 13کۀ چرې زۀ يو صادق انسان ته ووايم چې تۀ به يقيناً ژوندے پاتې شې، خو هغه بيا په خپل صداقت اعتماد وکړى او بد کارونه شروع کړى، نو زۀ به د دۀ يو ښۀ عمل هم ياد نۀ کړم، کوم چې هغۀ پخوا کړى دى، هغه به د هغه بدو کارونو په وجه چې کوم هغۀ کړى دى، مړ شى. 14او فرض کړئ کۀ چرې زۀ يو بدعمله ته ووايم چې تۀ به يقيناً مړ شې، نو کېدے شى چې هغه په دې اورېدو سره د خپلو ګناهونو نه توبه وکړى او هغه کارونه شروع کړى کوم چې د اِنصاف او صحيح دى، 15لکه مثال په طور هغه خپل ضمانت واپس کړى کوم چې هغۀ د خلقو نه اخستے وى، او هر هغه څۀ واپس کړى کوم چې هغۀ پټ کړى وى، او زما په ژوند ورکونکى شريعت عمل وکړى او نور د بدۍ نه مخ واړوى، نو يقيناً هغه به ژوندے پاتې شى، مړ به نۀ شى. 16يوه ګناه به هم کومه چې هغۀ کړى وى د هغۀ خلاف نۀ حسابيږى. ځکه چې هغۀ هغه څۀ وکړل څۀ چې ښۀ او نېک دى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى. 17خو بيا هم ستا د مُلک خلق وائى چې، د مالِک خُدائ طريقې بې‌اِنصافه دى. خو دا هم دوئ دى چې د هغوئ طريقې بې‌اِنصافه دى. 18کۀ يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او بدعملى شروع کړى، هغه به د دې کار په وجه مړ شى. 19او کۀ چرې يو بدکاره د خپلې بدکارۍ نه واوړى او هغه څۀ وکړى چې کوم نېک او صحيح دى، نو په داسې کولو سره به هغه خپل ژوند بچ کړى. 20خو اے د اِسرائيل قومه، تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ طريقې د اِنصاف نۀ دى. خو زۀ به ستاسو د هر يو عدالت ستاسو د عملونو او طريقو په مطابق وکړم.“
د يروشلم د تباه کېدو خبر
21زمونږ د جلاوطنۍ په دولسم کال، د لسمې مياشتې په پينځمه ورځ، يو سړے څوک چې د يروشلم نه راتښتېدلے وو ما له راغلو او وې وئيل، ”هغه ښار راوغورزېدلو.“ 22د هغه کس د راتلو نه يو ماښام وړاندې، د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو، هغۀ زما خولۀ په سحر کښې د هغه سړى د راتلو نه وړاندې پرانستله. نو بيا زما خولۀ پرانستلے شوې وه او زۀ نور چپ نۀ شوم پاتې کېدے.
د خلقو ګناهونه
23نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 24”اے بنى آدمه، کوم خلق چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې په دې شاړو او کنډراتو کښې اوسيږى نو هغوئ وائى چې، اِبراهيم صرف يو سړے وو، خو بيا هم هغۀ دا زمکه حاصله کړه. بلکې مونږ ډېر يُو، په يقين سره مونږ ته دا زمکه لکه زمونږ د خپل ملکيت په شان راکړے شوې وه. 25نو دې خلقو ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو د وينو نه ډکې غوښې خورئ، او د معبودانو عبادت کوئ، او وينه تويوئ، نو تاسو په داسې کولو سره خپل ځان د دې زمکې حقدار ګڼئ څۀ؟ 26اے قاتلانو، بُت پرستانو، حرام کارو، آيا تاسو د دې زمکې د وراثت قابل يئ څۀ؟ 27نو هغوئ ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه څوک چې په دې کنډراتو کښې پاتې کيږى هغوئ به په تُوره مړۀ شى، او څوک چې په دشتو او ميرو کښې بهر اوسيږى هغوئ به ځناورو ته حواله کړم چې وې خورى، او څوک چې په قلعه ګانو او غارونو کښې دى په وبا به مړۀ شى. 28زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى. 29د هغوئ د حرامو کارونو په وجه چې کوم هغوئ کړى دى زۀ به دا مُلک په صحرا بدلوم نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
د حزقى‌ايل د پېغام نتيجه
30مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ترڅو چې ستا خبره ده، ستا د مُلک خلق د خپلو کورونو د دېوالونو خوا کښې او په دروازو کښې ودريږى او ستا په حقله يو بل ته وائى، راځئ چې د هغۀ پېغام واورو کوم چې هغۀ ته د مالِک خُدائ نه مِلاو شوے دے. 31زما خلق به تا له راشى، لکه څنګه چې هغوئ همېشه راځى، او ستا په وړاندې به کښېنى چې ستا خبرو ته غوږ ونيسى، خو هغوئ په دې عمل نۀ کوى. په خپله خولۀ هغوئ د عېش عشرت خبرې کوى، او زړونه يې هم د لالچ نه ډک دى. 32په حقيقت کښې تۀ د هغوئ دپاره د يو داسې موسيقار په شان يې چې په خوږ آواز سره د مينې سندرې وائى او يا ښۀ ساز غږوى. نو هم داسې هغوئ ستا خبرې اورى خو عمل پرې نۀ کوى. 33هرکله چې دا هر څۀ رښتيا شى، او يقيناً داسې به وشى، نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې يو نبى د هغوئ په مينځ کښې اوسېدو.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 33: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀