حزقى‌ايل 19

19
نولسم باب
د اِسرائيل د شهزادګانو په حقله مرثيه
1د اِسرائيل د شهزادګانو په حقله دا مرثيه ووايه، 2ستا مور د زمرو په مينځ کښې څۀ تکړه زمرۍ وه، هغه د ځوانانو زمرو په مينځ کښې پرته وه او خپل بچى يې لوئ کړل. 3هغې خپل يو بچے لوئ کړو، او د هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان يې خوړل. 4مُلکونو د هغۀ په حقله واورېدل، او هغه يې په کنده کښې ګېر کړو. هغوئ هغه پېزوانى د مِصر مُلک ته بوتلو. 5خو کله چې هغې خپل اُميد نامکمله وليدلو، د هغې طمع ختمه شوه، هغې خپل بل بچے راواخستو او د هغۀ نه يې يو تکړه زمرے جوړ کړو. 6هغه د نورو زمرو په مينځ کښې ډاډه ګرځېدو راګرځېدو، ځکه چې هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شوے وو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان به يې هم خوړل. 7هغۀ د هغوئ قلعې ماتې کړې او د هغوئ ښارونه يې تباه کړل. هغه مُلک او ټول هغه کسان چې په کښې اوسېدل د هغۀ د غړمبېدو نه يرېدل. 8نو بيا د هغۀ نه ګېرچاپېره مُلکونو نه قومونه د هغۀ خلاف راغلل. هغوئ خپل جال د هغۀ دپاره خور کړو، او هغه د هغوئ په کنده کښې راګېر شو. 9هغوئ هغه پېزوانى کړے راښکلو او په پنجره کښې يې بند کړو او هغه يې د بابل بادشاه له راوستو. هغوئ هغه په قېدخانه کښې واچولو، ترڅو چې نور د اِسرائيل په غرونو د هغۀ غړمبېدل وانۀ ورېدلے شى. 10ستاسو مور ستاسو د انګورو باغ کښې لکه د انګور د بوټى په شان وه چې د اوبو په سر کَرلے شوې وه. د ډېرو اوبو په وجه هغه مېوه داره او د څانګو نه ډکه شوه. 11د هغې څانګې مضبوطې وې، او د بادشاهانو د امساګانو جوړولو دپاره جوګه وې. دا د نورو ګڼو بوټو نه ډېره زياته اوچته شوه، او د خپل ګڼوالى او اوچتوالى په وجه د هر چا په نظر راتله. 12خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې. 13نو اوس دا په بيابان کښې په اوچه او تږې زمکه کښې وکرلے شوه. 14اور د دې د يو خاص څانګې نه خور شو، او د دې مېوه يې وسوزوله. يوه مضبوطه څانګه په کښې پاتې نۀ شوه چې د بادشاه د امسا جوړولو جوګه وى. دا د غم يوه مرثيه ده، او د مرثيه په توګه استعمال شوې ده.

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 19: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀