حزقى‌ايل 18

18
اتلسم باب
هر څوک د خپلې ګناه ذمه وار دے
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”ستاسو خلقو د اِسرائيل د مُلک په حقله د دې متل د وئيلو نه څۀ مطلب دے چې وائى، تراوۀ انګور يې پلار وخوړل، او غاښونه يې د بچو په برېښ شُو؟ 3زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، تاسو به په اِسرائيل کښې نور دا متل ونۀ کړئ. 4ځکه چې هر ژوندے ځان زما دے، پلار او د هغۀ زوئ دواړه يو شان زما دى. څوک چې ګناه وکړى هم هغه به مړ کيږى. 5کۀ يو صادق سړے هغه څۀ کوى څۀ چې صحيح وى او د اِنصاف په مطابق وى. 6نۀ هغه د غرونو دپاسه په بُت‌خانو کښې خوراک کوى او نۀ د بنى اِسرائيلو د قوم د بُتانو عبادت کوى او نۀ هغۀ د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى، او نۀ د ماهوارۍ په دوران کښې د ښځې سره کوروالے کوى. 7هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى. 8هغه قرض د سود دپاره نۀ ورکوى او ناروا ګټه هم نۀ کوى، بدو کارونو نه ځان ساتى او د دوو کسانو په لانجه کښې د صحيح اِنصاف فېصله کوى. 9هغه زما د قانون پيروى کوى او په وفادارۍ سره زما قانون منى، هم دا کس صادق دے هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. 10نو بيا فرض کړئ چې د دۀ يو ظالم زوئ دے چې هغه قتل و غارت او نور داسې خراب کارونه هم کوى، 11پلار يې داسې کارونه نۀ وُو کړى چې زوئ يې کوى. هغه د غرونو دپاسه په بُت‌خانو کښې هم خوراک کوى او د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا هم کوى. 12هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى. 13هغه په سود پېسې ورکوى او ډېره زياته ګټه اخلى. آيا داسې کس به ژوندے پاتې شى څۀ؟ نه هغه به پاتې نۀ شى. ځکه چې هغۀ دا ټول حرام کارونه وکړل، په يقين سره هغه به مړ شى او د هغۀ خون به د هغۀ د خپلې غاړې وى. 14خو فرض کړئ چې د دې زوئ يې يو زوئ وى څوک چې د خپل پلار ټول ګناهونه وينى، کۀ څۀ هم چې هغه دا وينى خو بيا هم هغه د خپل پلار غوندې کارونه نۀ کوى. 15هغه په غرونو د بُت‌خانو خوراک نۀ خورى، او نۀ د بنى اِسرائيل د قوم د بُتانو عبادت کوى، او نۀ هغه د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى. 16هغه نۀ په چا ظلم کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى، هغه غلا نۀ کوى خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى. 17هغه خپل لاس په بدو کارونو نۀ پليتوى او سود نۀ اخلى او په ګټه پېسې نۀ ورکوى، هغه زما په شريعت عمل کوى او زما د تعليماتو پيروى کوى. داسې سړے به د خپل پلار د ګناه په وجه مړ نۀ شى، يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى. 18بلکې د هغۀ پلار به ضرور د خپلو ګناهونو دپاره مړ شى، ځکه چې هغۀ ظلم کولو، د خپلو وروڼو نه يې غلا کوله او هغه کارونه يې کول کوم چې د هغۀ د قوم په مينځ کښې غلط وُو. 19خو بيا تاسو تپوس کوئ چې زوئ يې ولې د خپل پلار په جرم کښې شريک نۀ دے؟ ځکه چې زوئ يې هغه څۀ کړى دى څۀ چې صحيح دى او د اِنصاف په مطابق دى او زما په حکمونو په وفادارۍ سره عمل کوى، هغه به يقيناً ژوندے پاتې شى. 20کوم کس چې ګناه وکړى هم هغه کس به مړ شى. زوئ به د پلار په ګناه نۀ شى نيولے، او نۀ به پلار د زوئ په ګناه کښې نيولے شى. د صادق انسان صداقت به هغۀ ته په نېکۍ کښې حساب شى، او بدعمله ته به د بدعملۍ سزا مِلاو شى. 21خو کۀ يو بدعمله کس د خپلو ټولو ګناهونو نه مخ واړوى کوم چې هغۀ کړى دى او زما په ټول قانون عمل وکړى او هغه کارونه کوى څۀ چې د اِنصاف او صحيح وى، نو په يقين سره به هغه ژوندے پاتې شى، هغه به مړ نۀ شى. 22هغه ګناهونه چې د هغۀ نه شوى دى يو به هم د هغوئ خلاف نۀ حسابوم. د هغه ښۀ کارونو په وجه کوم چې هغوئ کړى دى، هغوئ به ژوندى پاتې شى. 23مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ د شريرانو په هلاکت خوشحالېږم؟ بلکل نه، زۀ غواړم چې هغه د خپلو خرابو لارو نه واوړى او ژوندے پاتې شى. 24خو کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو نېکو کارونو نه واوړى او ګناه وکړى او حرام کارونه وکړى کوم چې يو بدعمله کس کوى ولې هغه به ژوندے پاتې شى؟ يو صادق کار به يې هم حساب نۀ شى کوم چې هغۀ کړى دى. د هغه بې‌ايمانۍ په وجه کومه چې هغۀ کړې ده او کوم ګناهونه يې چې کړى دى د هغې په بدله کښې به هغه مړ شى. 25خو بيا تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ما ته غوږ شئ، آيا تاسو دا خيال کوئ چې زما کارونه بې‌اِنصافه دى؟ خو دا ستاسو عملونه دى چې بې‌اِنصافه دى. 26کۀ چرې يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او ګناهونه شروع کړى، هغه به د دې په وجه مړ شى. د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغۀ وکړل. 27خو کۀ چرې يو بدعمله انسان د خپلو ګناهونو نه واوړى کوم چې هغۀ کړى دى او هغه څۀ کوى چې صحيح او د اِنصاف په مطابق دى، هغه به خپل ‎ژوند بچ کړى. 28کۀ هغه په خپلو ګناهونو غور وکړى او هغه پرېږدى کوم چې هغۀ کړى دى، نو يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى او مړ به نۀ شى. 29خو د بنى اِسرائيلو قوم وائى چې د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى. اے د بنى اِسرائيل قومه، ولې زما کارونه بې‌اِنصافه دى؟ ولې ستاسو کارونه بې‌اِنصافه نۀ دى؟ 30نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو قومه، زۀ به ستاسو د هر يو کس د اعمالو په مطابق ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. توبه وباسئ. د خپلو ټولو ګناهونو نه واوړئ، نو بيا به ګناه ستا د هلاکت سبب نۀ وى. 31خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ، اے د بنى اِسرائيل قومه؟ 32زۀ د هيچا په هلاکت نۀ خوشحالېږم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. توبه وباسئ او ژوندى پاتې شئ.“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 18: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀