حزقى‌ايل 20

20
شلم باب
سرکشه بنى اِسرائيل
1د اوؤم کال، د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ، د اِسرائيل يو څو مشران راغلل او زما په وړاندې کښېناستل او د خپل ځان په حقله يې زما نه د مالِک خُدائ د پېغام تپوس وکړو. 2نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 3”اے بنى آدمه، د اِسرائيل د مشرانو سره خبرې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، آيا تاسو راغلى يئ چې زما نه معلومات حاصل کړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، زۀ به تاسو ته معلومات درنۀ کړم. قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى. 4اے بنى آدمه، ولې تۀ غواړې چې د هغوئ عدالت وکړې؟ نو کۀ تۀ داسې کوې نو بيا هغوئ ته د هغوئ د پلار نيکۀ حرام کارونه وروښايه. 5او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په کومه ورځ چې ما بنى اِسرائيل غوره کړل، ما د يعقوب د اولاد سره قسم وکړو او خپل ځان مې هغوئ ته په مِصر کښې ښکاره کړو. په قسم سره ما هغوئ ته وفرمائيل، زۀ ستاسو مالِک خُدائ پاک يم. 6په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے. 7او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم. 8خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم. 9خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو. 10نو په دې وجه هغوئ ما د مِصر نه راوويستل او بيابان ته مې راوستل. 11ما هغوئ له خپل حُکمونه ورکړل او خپل قانون مې هغوئ ته وښودلو، هر څوک چې په دې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى پاتې شى. 12ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى. 13خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بې‌عزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم. 14بلکې د خپل نوم دپاره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل. 15خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے، 16په دې وجه چې هغوئ زما شريعت رد کړو او زما د حکمونو پيروى يې ونۀ کړه او زما د سبت سپکاوے يې وکړو. ځکه چې د هغوئ زړونه خپلو بُتانو ته وقف شوى وُو. 17خو بيا هم ما دوئ ته د رحم په سترګه وکتل او تباه مې نۀ کړل او نۀ مې هلته په صحرا کښې ختم کړل. 18ما د هغوئ بچو ته په صحرا کښې وفرمائيل چې، د خپل پلار نيکۀ د رِواج پيروى مۀ کوئ او مۀ د هغوئ په قانون عمل کوئ او مۀ د هغوئ په بُتانو خپل ځان پليتوئ. 19زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. زما د حکمونو پيروى وکړئ او په غور سره زما په قانون عمل وکړئ. 20زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم. 21خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم. 22خو ما خپل لاس ترې ونيولو، بلکې د خپل نوم د خاطره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل. 23خو ما هم په صحرا کښې دوئ سره قسم وخوړلو چې زۀ به هغوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ کړم، 24ځکه چې هغوئ زما قانون ونۀ منلو بلکې د منلو په ځائ يې رد کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه، او د هغوئ سترګې د هغوئ د پلار نيکۀ بُتانو ته وې. 25ما هغوئ فضول قانون او اصُولو ته حواله کړل کوم چې د ژوند طرف ته نۀ وُو روان. 26ما هغوئ پرېښودل چې خپل ځانونه بُتانو ته په نذرانې پېش کولو سره پليت کړى تر دې چې خپل مشران زامن هم ورته قربان کړى، نو په دې کار سره به زۀ هغوئ حق حېران کړم تر دې چې هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. 27نو په دې وجه اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هم داسې ستاسو پلار نيکۀ هم کُفر وکړو او ما سره يې غدارى وکړه. 28کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې. 29ما بيا هغوئ ته وفرمائيل، نو دا کوم اوچت ځائ دے چرته چې تاسو ځئ؟ تر نن ورځې پورې ورته بامه يعنې اوچت ځائ وائى. 30په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې ولې تاسو خپل ځانونه پليتوئ لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ کړى وُو او د هغه ناپاکه بُتانو سره په زنا کولو خپل ځانونه ګمراه کوئ؟ 31کله چې تاسو خپلې نذرانې پېش کړئ او خپل زامن په اور قربانى کړئ او تاسو خپل ځانونه تر نن ورځې پورې په خپلو ټولو بُتانو پليتوئ، نو ولې زۀ تاسو، اے د بنى اِسرائيلو قومه، پرېږدم چې زما په حقله معلومات وکړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو پرې نۀ ږدم چې زما معلومات وکړئ. 32تاسو وايئ چې مونږ غواړو چې د دُنيا د هغه نورو قومونو په شان ژوند تېر کړُو، څوک چې د لرګو او د کاڼو د بُتانو عبادت کوى. خو ستاسو په ذهن کښې چې څۀ دى هغه به کله هم پوره نۀ شى.“
د مالِک خُدائ سزا او معافى
33”زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به په مضبوطو لاسونو سره په تاسو حکومت وکړم او خپل لاس به دراوږد کړم او خپل غضب به په تاسو نازل کړم. 34زۀ به په خپل زورَور او غزېدلى لاس او راپارېدلى غضب سره تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوى وئ. 35زۀ به تاسو د قومونو بيابان ته راولم او هلته به زۀ تاسو سره مخامخ شم او ستاسو عدالت به وکړم. 36لکه څنګه چې ما ستاسو د پلار نيکۀ د مِصر په بيابان کښې عدالت کړے وو، نو هم هغه شان به زۀ ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. 37چې زۀ به ستاسو سره حساب کوم چې تاسو خپل لوظ پوره کړے دے کۀ نه. 38زۀ به تاسو د هغه خلقو نه راچاڼ کړم څوک چې زما خلاف ګناه او سرکشى کوى. اګر کۀ زۀ به هغوئ د هغه مُلک نه راوباسم چرته چې هغوئ اوسيږى خو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې داخل نۀ شى. بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. 39تر څو پورې چې ستاسو خبره ده اے د بنى اِسرائيلو قومه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو ټول لاړ شئ او د خپلو بُتانو عبادت وکړئ، خو د دې نه وروستو به تاسو په يقين سره ما ته غوږ ونيسئ او په خپلو نذرانو او د بُتانو په وجه به نور زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوئ. 40زما په مقدس غر، د بنى اِسرائيلو په اوچت غر، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، هلته په هغه مُلک کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم به زما عبادت وکړى، او هلته به زۀ هغوئ قبول کړم. او هلته به زۀ ستاسو نه نذرانې او غوره تحفې او ستاسو ټولې مقدسې قربانۍ وغواړمه. 41زۀ چې کله تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم او د هغه مُلکونو نه مو راغونډ کړم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوې وئ، نو زۀ به تاسو د ښکلې خوشبو په شان قبول کړم، او زۀ به خپل ځان ستاسو په مينځ کښې او د نورو قومونو په نظر کښې مقدس څرګند کړم. 42نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم کله چې زۀ تاسو د بنى اِسرائيلو مُلک ته واپس راولم، هغه مُلک ته چې ما په اوچتو لاسونو ستاسو پلار نيکۀ ته د ورکولو قسم کړے وو. 43نو هلته به تاسو ته خپل ټول چال چلن او عملونه درياد شى د کومو په کولو چې تاسو خپل ځان پليت کړے دے، او د خپل ځان نه به نفرت کوئ د هغه اعمالو په وجه کوم چې تاسو کړى دى. 44تاسو به په دې پوهه شئ ‎چې زۀ مالِک خُدائ يم، اے د بنى اِسرائيلو قومه، کله چې زۀ تاسو سره د خپل نوم د خاطره نرم سلوک وکړم او ستاسو د خرابو کارونو او ستاسو د غلطو اعمالو په مطابق سلوک ونۀ کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“
د جنوب خلاف پېشګوئې
45نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 46”اے بنى آدمه، د جنوب خوا ته وګوره، د جنوب خلاف تبليغ وکړه او د جنوبى مُلک د ځنګلو په خلاف پېشګوئې وکړه. 47جنوبى ځنګل ته ووايه، د مالِک خُدائ کلام واورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ اوس په تاسو باندې اور لګوم، او دا به ستا ټولې شنې او وچې ونې وسوزوى. دا د اور لمبې به مړې نۀ شى، او د جنوب نه د شمال پورې ټول مخونه به د دې په لمبو وسوزى. 48هر يو به يې وګورى چې ما مالِک خُدائ دا اور لګولے دے، دا به مړ نۀ شى.“ 49بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“

Àwon tá yàn lọ́wọ́lọ́wọ́ báyìí:

حزقى‌ايل 20: PYPB

Ìsàmì-sí

Pín

Daako

None

Ṣé o fẹ́ fi àwọn ohun pàtàkì pamọ́ sórí gbogbo àwọn ẹ̀rọ rẹ? Wọlé pẹ̀lú àkántì tuntun tàbí wọlé pẹ̀lú àkántì tí tẹ́lẹ̀