زبور ۸۷
۸۷
اووه اتیایم زبور
د اورشلیم په صفت کې
(د قورح د طایفې زبور چې سندره هم ده.)
1 څښتن خپل ښار ودان کړ
چې یې بنیاد دی ایښی په سپېڅلو تپو
2 د اسراییلو په ټولو ښارونو کې
د صهیون ښار څښتن ته ګران دی له هره ځایه
3 ای د خدای ښاره
خبرې کیږي ستا د جلال په هکله:
4 «مصریان او بابلیان به وشمېرم
هغو قومونو کې چې پېژني ما
او دغه راز د فلسطین، صور او ایتوپیا خلک
دي دوی ټول د اورشلیم ښاریان»
5 د صهیون په هکله داسې به ویل کیږي:
«هغوی ټول به حق د هغه ښار د تابعیت ولري
خدای تعالی به ټینګ وساتي دا ښار»
6 څښتن به ثبت کړي د قومونو لست
هغوی ټول به کړي حساب
د صهیون په اوسېدونکو کې
7 سندرغاړي او اتڼ کوونکي به دا وایي:
«دی صهیون زما اصلي ځای»
Obecnie wybrane:
زبور ۸۷: APB
Podkreślenie
Kopiuj
Porównaj
Udostępnij
Chcesz, aby twoje zakreślenia były zapisywane na wszystkich twoich urządzeniach? Zarejestruj się lub zaloguj
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.