زبور ۷۰

۷۰
اویایم زبور
د مرستې دپاره دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور چې هغه د خدای نه غواړي چې په یاد یې وساتي.)
(زبور ۴۰: ۱۳ - ۱۷)
1 ای خدایه ته ما خلاص کړه
ای څښتنه، زر کومک راسره وکړه
2 هغوی چې هڅه کوي ما ووژني
هغوی دې ماتې سره مخ شي وارخطا دې شي
چې زما په کړاوونو خوشحالي کړي
هغوی دې تېښتې سره مخ شي او رسوا دې شي
3 څوک چې په ما باندې ملنډې وهي
له خپلې ماتې دې دوی وبوګنیږي
4 هغه ټول خلک چې کړي تاته رجوع
شي دې خوشحاله او خوښي دې کړي له تا نه
هغه چې مینه کړي ستا د خلاصون سره
او دوی دې تل وایي:
«څومره عظیم دی خدای»
5 زه یم غریب او زه محتاج یمه
زر شه او زما کومک ته راشه خدایه
ته مې مددګار او خلاصوونکی یې
بیړه وکړه او کومک لره مې راشه ای څښتنه!

Obecnie wybrane:

زبور ۷۰: APB

Podkreślenie

Kopiuj

Porównaj

Udostępnij

None

Chcesz, aby twoje zakreślenia były zapisywane na wszystkich twoich urządzeniach? Zarejestruj się lub zaloguj