زبور ۲۳

۲۳
درویشتم زبور
څښتن زما شپونکی دی
(د داود زبور)
1 دی څښتن زما شپونکی
زه هېڅ شي ته محتاج نه یم
2 راکوي ارام سرسبزه څړځایو کې
هم مې بوځي اوبو ارامو لره
3 هغه ماته راکوي تازه قوت
ما په سمه لاره بیایي
د خپل نېک نامه دپاره
4 که د مرګ تیاره دره کې هم روان یم
له خطره به زه ونه کړمه وېره
ځکه ته راسره مل یې ای څښتنه
ستا کوتک او امسا دواړه به زما په تسلۍ کاندي ساتنه
5 ته زما د دښمنانو په حضور کې
ته ماته غوړوې خپل دسترخوان
هرکلی زما کوې ته د درانه مېلمه په شان
ډکوې ته تر خولې پورې زما جام
6 زه ډاډه یم چې ستا مینه او نېکي
به تر عمره راسره وي
ای څښتنه، ستا په کور کې به اوسېږم تل ترتله

Obecnie wybrane:

زبور ۲۳: APB

Podkreślenie

Kopiuj

Porównaj

Udostępnij

None

Chcesz, aby twoje zakreślenia były zapisywane na wszystkich twoich urządzeniach? Zarejestruj się lub zaloguj