Logo aplikacji Biblia
Ikona wyszukiwania

زبور ۱۲۷

۱۲۷
یوسلو اووه ویشتم زبور
څښتن د کور جوړوونکی دی
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د سلیمان زبور)
1 ترڅو څښتن جوړ نه کړي کور
نو بې فایدې به وي د جوړوونکو کار
ترڅو څښتن ونه ساتي هغه ښار
نو بې فایدې به وي ولاړ ورته پهره دار
2 دا بې فایدې ده چې سخت کار وکړئ خواړه پیدا کړئ
چې شپې ویده شئ تر ناوخته، سهار وختي پاڅېږئ
ځکه څښتن ورکوي رزق هغو ته چې مینه کړي ورسره
که ویده هم پراته وي
3 اولادونه دي تحفې د څښتن له خوا نه
او ماشومان دي اجر د هغه
4 په ځوانۍ کې چې زامن د چا پیدا شي
لکه غشي چې وي لاس کې د عسکر
5 بختور هغه سړی دی چې وي کڅوړه یې
له داسې غشو ډکه
ماتې به هېڅکله ونه خوري هغه
چې شي دعوه یې له دښمنه سره
د جرګې په ځای کې

Obecnie wybrane:

زبور ۱۲۷: APB

Podkreślenie

Kopiuj

Porównaj

Udostępnij

None

Chcesz, aby twoje zakreślenia były zapisywane na wszystkich twoich urządzeniach? Zarejestruj się lub zaloguj