Logo aplikacji Biblia
Ikona wyszukiwania

زبور ۱۲۰

۱۲۰
یوسلو شلم زبور
د دروغجنو خلکو څخه د خلاصون دپاره دعا
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
1 ما د سختۍ په وخت کې وکړ فریاد څښتن ته
او هغه قبوله کړه دعا زما
2 ما له دروغجنو او مکارو خلکو
وساته ای څښتنه
3 ای مکارو خلکو، خدای به څه کوي له تاسو سره؟
تاسو ته څرنګه سزا به درکړي؟
4 په تېرو غشو د عسکرو به سزا درکړي
او په سرو سکروټو باندې
5 افسوس دې وي په ما
چې زه اوسېږمه په ماشک کې
د مسافر په شان
او هم اوسېږم د قیدار#۱۲۰: ۵ ماشک او قیدار: دا د خپلو ظالمانو خلکو له امله مشهور وو. خېمو کې
لکه پردي په شان
6 د هغو خلکو سره زه زیات اوسېدلی یمه
څوک چې نفرت کوي له سولې څخه
7 زه غواړم سوله
خو چې زه کوم خبرې د سولې
هغوی جنګ غواړي

Obecnie wybrane:

زبور ۱۲۰: APB

Podkreślenie

Kopiuj

Porównaj

Udostępnij

None

Chcesz, aby twoje zakreślenia były zapisywane na wszystkich twoich urządzeniach? Zarejestruj się lub zaloguj