زبور 3

3
درېم زبور
د مرستې دپاره سهارنۍ دعا
(د داود زبور، کله چې هغه د خپل زوی ابشالوم څخه تښتېدلی ؤ)
1څومره ډېر مې دښمنان دي ای څښتنه
څومره ډېر دي چې زما په ضد پاڅیږي
2زما په هکله کړي خبرې او دوی وایي:
«خدای به ونه ژغوري هغه»
3خو څښتنه په خطر کې ګردچاپېره مې ته سپر یې
راکوې کامیابي ماته، راکوې زړورتیا ماته
4زه فریاد کوم څښتن ته د کومک
راکوي هغه ځواب د سپېڅلې غونډۍ خپلې
5زه څملمه ویده کېږم
ټوله شپه ساتي څښتن مې
6نه وېرېږم له زرګونو دښمنانو
چې راتاو له هرې خوا نه دي پر ما
7ای څښتنه زما پاڅه!
ومې ژغوره زما خدایه
ژامې ماتې کړه زما د دښمنانو
او غاښونه وباسه د بدکارانو
8د څښتن له خوا خلاصون ورکول کیږي
په خپل قوم باندې دې وي ستا برکت

Nu geselecteerd:

زبور 3: APB

Markering

Deel

Kopiëren

None

Wil je jouw markerkingen op al je apparaten opslaan? Meld je aan of log in

YouVersion gebruikt cookies om je ervaring te personaliseren. Door onze website te gebruiken ga je akkoord met ons gebruik van cookies zoals beschreven in ons Privacybeleid