Logo Apl Bible
Ikon Carian

زبور ۵۳

۵۳
دري پنځوسم زبور
د انسان ګناه
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مهلات» په تال د داود زبور)
(زبور ۱۴)
1 کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته
هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه
دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
2 په انسانانو له اسمانه خدای نظر ساتي خپل
ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل
چې رجوع وکړي هغه ته
3 خو هغوی ټول مرتدان شول
ورسره هم فاسدان شول
دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي
یو هم نه کړي نېک کردار
4 خدای کوي دغه پوښتنه:
بدکاران هېڅ نه پوهیږي؟
زما خلک داسې خوري دوی
لکه وږي چې ډوډۍ خوري
هېڅ دعا نه کوي ما ته
5 خو په دوی باندې به راشي داسې وېره
چې هېڅ به نه وي موجود په حقیقت کې
وشیندي خدای به د هغو هډوکي
چې کلابند کړی د خدای قوم دی چا
دغه خلک دي خدای رد کړي
نو اسراییل به پوره ماتې ورکړي
6 کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونه
برکت چې کله بیا ورکړي خدای خپل ولس ته
بیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شي
اسراییل به په دې کار سره خوشحال شي

Terpilih Sekarang Ini:

زبور ۵۳: APB

Highlight

Salin

Bandingkan

Kongsi

None

Ingin menyimpan sorotan merentas semua peranti anda? Mendaftar atau log masuk