Logò Ngwá Baịbụl
Akara Eji Eme Ọchịchọ

زبور ۹۷

۹۷
اووه نوییم زبور
خدای ډېر لوی حاکم
1 څښتن پاچا دی نو ای ځمکې خوښي وکړه!
ټولو ټاپو ګانو خوشحالي وکړئ!
2 ترې چاپېره دي تورې تیارې او ورېځې
ایښودل شوی دی بنیاد د پاچاهۍ یې
په عدالت او په انصاف باندې
3 اور دی روان یې مخکې
سوځوي یې دښمنان په شاوخوا کې
4 برېښنا ګانې یې نړۍ رڼا کوي
ځمکه چې وویني هغه نو پرې لړزان راشي
5 ویلې کیږي غرونه لکه د موم په شان د څښتن مخکې
د ټول جهان د څښتن مخکې
6 اسمانونه عدالت اعلانوي د هغه
او ټول قومونه یې جلال ویني
7 ټول هغه خلک چې عبادت کړي د بې فایدې بتانو
ویاړ په عبادت چې د بتانو بې ارزښتو کړي
هغه به وشرمیږي
ای نورو ټولو خدایانو
وکړئ څښتن ته سجده!
8 ای څښتنه ستا قضاوتونو باندې
په اورېدو یې خوشحالي کوي د صهیون خلک
کوي خوښي د یهودا ښارونه
9 ځکه چې ته یې متعال ټولې نړۍ ته ای څښتنه
ته یې ډېر لوی له نورو ټولو خدایانو
10 ای تاسو خلکو چې کوئ مینه د څښتن سره
نو کوئ کرکه له بدۍ څخه!
هغه خوندي ساتي د خپلو وفادارو ژوندون
هم یې له لاسه د بدکارو ژغوري
11 ځلیږي نور په عادلانو باندې
خوشحالي په برخه کیږي د نېکانو
12 ای نېکو خلکو، خوشحالي هغو کارو ته وکړئ
کوم چې څښتن کړي دي
د هغه د سپېڅلي نوم شکر وکړئ!

Nke Ahọpụtara Ugbu A:

زبور ۹۷: APB

Mee ka ọ bụrụ isi

Mapịa

Lee anya n'etiti ihe abụọ

Kesaa

None

Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye