زبور ۹۶
۹۶
شپږنوییم زبور
خدای تر ټولو لوی پاچا
(لومړی تواریخ ۱۶: ۲۳ - ۳۳)
1 څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره
ای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسې
2 څښتن ته ووایئ سندره او ستاینه یې د نوم وکړئ
اعلان کړئ هره ورځ دا زېری
چې نجات یې دی راکړی مونږ ته
3 قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغه
ټولو خلکو ته اعلان کړئ
د هغه ډېر عجیبه کارونه
4 ځکه چې لوی دی څښتن
او ډېر لایق دی د ثنا او صفت
ټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده
5 نورو قومونو ټول خدایان دي بې ګټې بتان
خو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه
6 دی راچاپېره جلال او لویي له هغه څخه
سپېڅلی کور د هغه ډک دی له قوت او ښایست
7 وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکو
هم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت
8 د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئ
د هغه دربار ته راشئ او نذرانه راوړئ
9 کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه
ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې
10 تاسو خبر کړئ ټول قومونه د نړۍ
چې دی څښتن پاچا!
نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه
او قضاوت به د قومونو کړي انصاف باندې
11 پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښي
شي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سره
12 شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره
د ځنګل ټولې ونې به بیا ووهي د خوشحالۍ چیغې
13 کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن
نو په انصاف سره به وکړي قضاوت د نړۍ
او قضاوت د ولسونو عدالت باندې
Nke Ahọpụtara Ugbu A:
زبور ۹۶: APB
Mee ka ọ bụrụ isi
Mapịa
Lee anya n'etiti ihe abụọ
Kesaa
Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.