زبور ۹۸
۹۸
اته نوییم زبور
څښتن د ټولې نړۍ ټولواک دی
(زبور)
1 څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره
ځکه کارونه یې عجیبه کړي دي
په خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یې
بریالیتوب تر لاسه کړی هغه
2 څښتن اعلان کړی دی خپل بری
خپل عدالت یې ښکاره کړی دی قومونو ته
3 تلپاتې مینه او وفا یې خپله
کړله وریاده د اسراییلو قوم ته
د ځمکې یو سر نه تر بله سره
ټولو لیدلی زمونږ د خدای بری
4 ای ټولې نړۍ، څښتن ته چیغې د خوښۍ ووهئ
د خوشحالۍ په سندرو یې ثنا ووایئ
5 د رباب ساز څښتن ته وغږوئ
هم سندرې ورته ووایئ رباب سره
6 د سرني او د پسونو د ښکرو#۹۸: ۶ ښکرو: په هغه وخت کې به یې په اسراییلو کې د پسونو ښکرونه پرېکول او د سرنیو په توګه به یې ترې کار اخیست. په اوازونو باندې
د خوشحالۍ ووهئ چیغې د څښتن
یعنې د نړۍ د پاچا حضور کې
7 دریاب دې په غړمبار شي خپلو ټولو مخلوقاتو سره
ځمکه او هرڅوک چې اوسیږي په کې
8 سیندونه دې وپړکوي خپل لاسونه
او غرونه دې ووایي سندرې د خوښۍ یو د بله سره
د څښتن حضور کې
9 ځکه څښتن راځي د دنیا د قضاوت دپاره
د نړۍ د خلکو قضاوت به په عدالت او په انصاف وکړي
Nke Ahọpụtara Ugbu A:
زبور ۹۸: APB
Mee ka ọ bụrụ isi
Mapịa
Lee anya n'etiti ihe abụọ
Kesaa
Ịchọrọ ka echekwaara gị ihe ndị gasị ị mere ka ha pụta ìhè ná ngwaọrụ gị niile? Debanye aha gị ma ọ bụ mee mbanye
Text of this book may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Afghan Pashto,
Copyright © 2023 UBS. Used by permission. All rights reserved.