YouVersion logo
Ikona pretraživanja

پېدايښت ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو
تورات شريف د پينځو کتابونو مجموعه ده، او پېدايښت د تورات شريف اولنے کِتاب دے چې د حضرت موسىٰ عليه السلام په وسيله ليکلے شوے دے. هر څوک غواړى چې په دې موضوع خپل ځان پوهه کړى چې دې دُنيا ته د کوم ځائ نه راغلے دے او څنګه پېدا شوے دے. نو دا موضوع د پېدايښت په کِتاب کښې بيان شوې ده. په دې کِتاب کښې مونږ ګورو چې خُدائ پاک خالِق او مالِک دے، او دا هر څۀ چې موجود دى دا هم هغۀ پېدا کړى دى. هغۀ انسان اشرف‌المخلوقات پېدا کړو د دې مقصد دپاره چې د عبادت په ذريعه د هغۀ سره تعلق جوړ کړى. مونږ ته د پېدايښت کِتاب دا هم را په ګوته کوى چې انسان څنګه په ګناه، مرګ او په مصيبت کښې راګېر شو او دا هم چې خُدائ پاک حضرت اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره دا لوظ وکړو چې خپله د خلاصون منصوبه ورته څرګنده کړى. په کِتاب مقدس يعنې په دې آسمانى کِتاب کښې مشهورې قيصې ذکر شوې دى چې شروع يې د حضرت آدم عليه السلام او بى‌بى حوا، حضرت نوح عليه السلام، حضرت اِبراهيم عليه السلام، حضرت اِسحاق عليه السلام، حضرت اِسمٰعيل عليه السلام، حضرت يعقوب عليه السلام او اختتام يې د حضرت يوسف عليه السلام د ژوندون سره شوے دے. خو د پېدايښت کِتاب صرف د قيصو کِتاب نۀ دے چې د دې نه شروع شوے دے چې په تېرو زمانو کښې څۀ موجود وو او يا څۀ نۀ وو. بلکې مونږ ته دا معلومات راکوى چې دُنيا څنګه پېدا شوه او د انسان په ژوند کښې ګناه څنګه راغله. دا يو ليکل شوى تاريخ دے. دا تاريخ په پنځوسو بابونو کښې په داسې شکل سره تشريح شوے دے چې د هر انسان پام ځانته را ګرځوى. خُدائ دې وکړى چې د دې کِتاب تلاوت ستاسو دپاره د برکت سبب وګرځى او د تل ژوندون هغه نعمت مو په برخه شى کوم چې خُدائ پاک غواړى تاسو ته يې درکړى. د حفظ کولو دپاره ۱۵‏:_۶ آيت، ”ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.“

Istaknuto

Podijeli

Kopiraj

None

Želiš li svoje istaknute stihove spremiti na sve svoje uređaje? Prijavi se ili registriraj

YouVersion upotrebljava kolačiće za personalizaciju tvojeg iskustva. Upotrebom naše internetske stranice prihvaćaš našu upotrebu kolačića kako je opisano u našim Pravilima privatnosti