1
متى 30:14-31
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“ عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“
Comparer
Explorer متى 14:30-31
2
متى 30:14
خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“
Explorer متى 14:30
3
متى 27:14
عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“
Explorer متى 14:27
4
متى 28:14-29
پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، کۀ چرې دا تۀ يې نو ما ته حُکم راکړه چې زۀ هم د اوبو دپاسه درشم.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو.
Explorer متى 14:28-29
5
متى 33:14
نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بېشکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“
Explorer متى 14:33
6
متى 16:14-17
خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”د دوئ د تلو حاجت نشته، تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ.“ هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره دلته نور څۀ نشته خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى.“
Explorer متى 14:16-17
7
متى 18:14-19
هغۀ وفرمائيل، ”دا ما له راوړئ.“ بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې.
Explorer متى 14:18-19
8
متى 20:14
هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او هغوئ چې پاتې شوې ټوکړې راټولې کړې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.
Explorer متى 14:20