زبور 2

2
دوهم زبور
د خدای غوره شوی پاچا
1ولې په قهر شول نور قومونه دومره؟
ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟
2تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهان
دي لګیا حکمرانان د دسیسو په جوړولو یو له بله سره
د څښتن او د هغه د غوره شوي پاچا په وړاندې
3وایي: «راځئ چې زنځیرونه مات کړو
د غلامۍ رسۍ به وغورځوو»
4څښتن چې ناست دی په اسمان کې په خپل تخت باندې
خاندي ملنډې وهي په پلانونو د دوی
5ورکوي دوی ته په خپل قهر اخطار
وېروي دوی په خپل غضب باندې:
6«ما مقرر کړ خپل پاچا
په خپله پاکه غونډۍ
نوم دی صهیون د غونډۍ»
7پاچا وایي: «زه به اعلان کړم د څښتن فرمان
ماته وویل هغه چې ته مې زوی زه دې نن پلار شوم
8سوال وکړه له ما نه ته
ټول قومونه در به کړم
نړۍ ټوله به د ستا شي
9هغوی به مات کړې
د اوسپنې امسا باندې
د خاورینو لوښو په شان
به کړې دوی سم ټوټې ټوټې»
10شئ هوښیار ای پاچاهانو
تاسو دې نه عبرت واخلئ د نړۍ حکمرانانو
11د څښتن عبادت وکړئ
ښه په وېره او لړزان
12زوی ته یې ټیټ کړئ د درناوي سرونه
هسې نه چې دی په قهر شي زر
او خپلو لارو کې هلاک شئ
هرڅوک چې پناه وروړي بختور دی

Valgt i Øjeblikket:

زبور 2: APB

Markering

Del

Kopiér

None

Vil du have dine markeringer gemt på tværs af alle dine enheder? Tilmeld dig eller log ind

YouVersion bruger cookies til at personliggøre din oplevelse. Når du bruger vores hjemmeside, accepterer du vores brug af cookies som beskrevet i vores privatlivspolitik