زبور 1

1
لومړی کتاب
(زبور ۱ - ۴۱)
لومړی زبور
رښتینې خوشحالي
1چې عمل د بد عملو په ویناوو باندې نه کړي
نه په لار د ګناهکارو باندې درومي
مسخرو ډلو کې هم کښېناستل نه کړي
نو بیا هغه بختور دی بختور دی
2خو شریعت کې د څښتن چې خوشحالیږي
شپه او ورځ کاندي فکرونه په هغې کې
3په مثال د هغې ونې دی دا شخص
چې ولاړه د ویالې په غاړه شنه وي
چې مېوه نیسي په خپل وخت کې مدام
نه یې کله پاڼې وچې ښکاره کیږي
بریالی وي په هر کار کې چې یې کاندي
4بدکاران داسې هېڅکله نه ښکاریږي
ځکه هر خواته د بوس غوندې بادیږي
5دغه راز به خدای محکوم ګناهکاران کړي
هم به یې هغه د خپله قومه جدا کړي
6څښتن ته معلومه ده د نېکانو لاره
بدکاران به تباهۍ ته ور روان شي

Valgt i Øjeblikket:

زبور 1: APB

Markering

Del

Kopiér

None

Vil du have dine markeringer gemt på tværs af alle dine enheder? Tilmeld dig eller log ind

YouVersion bruger cookies til at personliggøre din oplevelse. Når du bruger vores hjemmeside, accepterer du vores brug af cookies som beskrevet i vores privatlivspolitik