1
يوحنا 25:11-26
Pakistani Yousafzai Pashto
PYPB
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى، او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى. آيا ستا په دې يقين دے؟“
Porovnat
Zkoumat يوحنا 11:25-26
2
يوحنا 40:11
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“
Zkoumat يوحنا 11:40
3
يوحنا 35:11
عيسىٰ په ژړا شو.
Zkoumat يوحنا 11:35
4
يوحنا 4:11
خو کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو وې وفرمائيل، ”دا بيمارى د مرګ نۀ ده، دا خو د خُدائ پاک د جلال څرګندولو دپاره ده نو چې د خُدائ پاک زوئ د دې په وسيله جلال ومومى.“
Zkoumat يوحنا 11:4
5
يوحنا 43:11-44
بيا کله چې هغۀ دا وفرمائيل نو هغۀ په اوچت آواز چغه کړه، ”لعزره، بهر راوځه.“ نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“
Zkoumat يوحنا 11:43-44
6
يوحنا 38:11
عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، او قبر له راغے. دا يو غار وو چې مخې ته يې ګټه اېښودلے شوې وه.
Zkoumat يوحنا 11:38
7
يوحنا 11:11
د دې وئيلو نه پس عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.“
Zkoumat يوحنا 11:11