زکرياه 3
3
درېم باب
د مشر اِمام رويا
1بيا هغۀ ما ته يشوَع مشر اِمام وښودلو چې د مالِک خُدائ د فرښتې په وړاندې ولاړ وو، او اِلزام لګوونکے يعنې شېطان د هغۀ په ښى طرف ولاړ وو چې په هغۀ اِلزام ولګوى. 2مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا رټى، شېطانه. هغه مالِک خُدائ، چا چې يروشلم غوره کړے دے، هغه تا رټى. آيا دا سړے هغه سوزېدونکې لرګى په شان نۀ دے چې د اور نه راښکلے شوے وى؟“ 3اوس يشوَع په ګنده جامو کښې د فرښتې په مخکښې ولاړ وو. 4فرښتې هغوئ ته وفرمائيل څوک چې د هغۀ د وړاندې ولاړ وُو، ”د دۀ نه ګنده جامې وباسئ.“ بيا هغې يشوَع ته وفرمائيل، ”وګوره، ما ستا ګناهونه لرې کړل، او زۀ به تا ته ښائسته جامې درواغوندم.“ 5بيا ما ووئيل، ”هغوئ دې د هغۀ په سر باندې يو پاک پټکے کېږدى،“ او هغوئ ورته پاک پټکے په سر کېښودو او ښکلې نوې جامې يې ورواغوستلې کله چې لا د مالِک خُدائ فرښته د هغۀ سره هلته ولاړه وه. 6د مالِک خُدائ فرښتې يشوَع له په کلکه وفرمائيل، 7”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى. 8واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى. 9وګورئ، هغه قيمتى کاڼے چې ما د يشوَع په وړاندې اېښے دے. د هغه کاڼى اووۀ مخونه دى، او زۀ به په دې نقش وليکم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، او زۀ به د دې مُلک ګناهونه په يوه ورځ کښې ختم کړم. 10په هغه ورځ به تاسو هر يو کس خپل ګاونډى راوغواړئ چې خپل د انګورو او اينځر د ونې لاندې کښېنئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.