زکرياه 14
14
څوارلسم باب
د مالِک خُدائ راتلل او بادشاهى کول
1ګورئ، د مالِک خُدائ ورځ راروانه ده چې ستاسو مال به بلکل ستاسو په وړاندې لوټ کړے شى. 2زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بېعزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى. 3بيا به مالِک خُدائ لاړ شى او د هغه قومونو خلاف به داسې جنګ وکړى، لکه څنګه چې هغۀ پخوا جنګ کړے وو. 4په هغه ورځ به د هغۀ پښې د زيتُونو په غر د يروشلم مشرق طرف ته ودريږى. او د زيتُونو غر به د مشرق نه تر مغرب پورې په مينځ نيم شى، يوه لويه وادى به جوړه شى، دا غر به نيم د شمال طرف ته او نيم د جنوب طرف ته وښويږى. 5بيا به تاسو زما د غرۀ په وادۍ کښې وتښتئ، ځکه دا به تر آضل پورې رسېدلې وى. تاسو به داسې وتښتئ لکه څنګه چې تاسو د يهوداه د بادشاه عُزياه په ورځو کښې د زلزلې نه وتښتېدلئ. بيا مالِک خُدائ زما خُدائ پاک به راشى، او ټولې پاکې فرښتې به هغۀ سره راشى. 6په هغه ورځ به نۀ رڼا او نۀ يخ او نۀ کنګل وى. 7دا به يو بېمثاله ورځ وى، نۀ به ورځ وى نۀ به شپه وى، مالِک خُدائ ته به د دې پته وى. د ماښام په وخت کښې به هم رڼا وى. 8په هغه ورځ به د ژوند اوبۀ د يروشلم نه بهيږى، نيمې به د مشرق سمندر ته او نيمې به د مغرب سمندر ته، په ګرمۍ او يخنۍ کښې بهيږى. 9مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى. 10ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حننايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې. 11دا به بيا آباد شى، دا به بيا هيڅکله هم تباه نۀ شى. يروشلم به محفوظ وى. 12دا هغه وبا ده چې مالِک خُدائ به په دې هغه خلق مړۀ کړى چا چې د يروشلم خلاف جنګ کړے وو. د هغوئ غوښې به سخا شى چې لا دوئ په خپلو پښو ولاړ وى، د دوئ سترګې به په خپل ځائ سخا شى، او د دوئ ژبې به د دوئ په خُلو کښې سخا شى. 13په هغه ورځ به مالِک خُدائ خلق په لوئ درد اخته کړى. هر سړے به د بل لاس راونيسى، او هغوئ به په يو بل حمله وکړى. 14تر دې چې يهوداه او يروشلم به په خپلو کښې جنګ کوى. د ګېرچاپېره ټولو قومونو دولت به راغونډ کړے شى، چې په کښې به په لوئ مِقدار سرۀ زر او سپين زر او جامې وى. 15هم دغه شان به په آسونو او قچرو، اوښانو، خرونو او چې څومره ځناور په هغه ځائ کښې دى افت نازل شى. 16بيا به د ټولو قومونو پاتې ژوندى کسان چا چې په يروشلم حمله کړې وه کال په کال د بادشاه، مالِک خُدائ ربُ الافواج عبادت ته هلته ځى، او د جونګړو اختر به کوى. 17خو کۀ هر قوم يروشلم ته د تلو او د بادشاه مالِک خُدائ ربُ الافواج د عبادت نه اِنکار وکړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى. 18کۀ مِصريان هلته لاړ نۀ شى او خپل ځانونه هلته حاضر نۀ کړى، نو په هغوئ به باران نۀ کيږى. مالِک خُدائ به په هغوئ هغه وبا نازله کړى چې مالِک خُدائ يې په هغه قومونو رالېږى څوک چې د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى. 19دا به د مِصر او د هغه ټولو قومونو سزا وى چې څوک د جونګړو اختر لمانځلو له نۀ ځى. 20په هغه ورځ به د آسونو په ګونګرو باندې هم ليکلى وى ”مالِک خُدائ ته مقدس کړے شوى“ او د پخلى دېګونه د مالِک خُدائ په کور کښې به لکه د هغه مقدسو لوښو په شان وى چې د قربانګاه په وړاندې دى. 21هر يو لوښے به په يروشلم او يهوداه کښې مالِک خُدائ ربُ الافواج ته مقدس وى. او هغوئ ټول چې قربانۍ کولو له راغلى دى هغوئ به څۀ لوښى واخلى او په کښې به پخلى کولے شى. او په هغه ورځ به د مالِک خُدائ ربُ الافواج په کور کښې يو کنعانى سوداګر هم پاتې نۀ شى.
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.