ناحوم 2
2
دوېم باب
د نينوه تباه کېدل
1اے نينوه، يو حمله کوونکے ستا خلاف راروان دے. د قلعې څوکيدارى کوه، د لار څوکيدارى کوه، خپل ځان په حفاظت کړه، خپل ټول قوت استعمال کړه. 2اګر کۀ تباه کوونکو هغوئ تباه کړى دى او د هغوئ د انګورو باغونه يې وران ويجاړ کړى دى خو مالِک خُدائ به د يهوداه شان او شوکت بيا قائم کړى لکه د اِسرائيل د شان او شوکت په شان. 3د فوجيانو ډالونه سرۀ دى، جنګيالو يې سرې جامې اغوستې دى. په جنګى ګاډو لګېدلې اوسپنې ځلېدې په هغه ورځ چې دوئ تيار وُو، او د دِيار نېزې يې په هوا کښې خوځولې. 4جنګى ګاډۍ د طوفان غوندې په کوڅو کښې تېريږى، په چوکونو کښې مخکښې او وروستو ځى راځى. هغوئ لکه د چراغونو په شان پړقيږى، هغوئ لکه د برېښنا په شان په تېزه تېريږى. 5بادشاه خپلو آفسرانو ته چغې وهى، هغوئ په خپل رفتار کښې په لار تيندک خورى. د ښار دېوال ته په تېزه ورخلاص دى چې ځان ته د حملې مورچې تيارى کړى. 6د سيند دروازې کولاو کړے شوې دى، او محل په راغورزېدو دے. 7د هغې مَلِکه بربنډه بوتلے شوه. د دې غلامانې جينکۍ لکه د ګوګوشتکو په شان ژړا کوى او هغوئ خپلې سينې وهى. 8نينوه لکه د تالاب په شان دے او د دې اوبۀ روانې دى. ”ايسار شئ، ايسار شئ،“ هغوئ چغې وهى، خو هيڅ څوک شا ته نۀ ګورى. 9سپين زر لوټ کړئ. سرۀ زر لوټ کړئ. د دې د ذخيرې څۀ حد نشته، او د دې د ټولو خزانو دولت ډېر زيات دے. 10هغه لوټ کړے شوه، خالى کړے شوه، ورانه ويجاړه شوه. زړونه کمزورى شول، پښې بېدمه شوې، بدنونه په رپېدو شول، هر مخ زېړ شو. 11اوس نينوه هغه د زمرو غار چرته دے، هغه ځائ چرته چې هغوئ خپلو بچو له خوراک ورکولو، چرته چې زمرى او زمرۍ، او د دې بچى بغېر د څۀ ويرى نه ګرځېدل؟ 12زمرى د خپلو بچو دپاره کافى ښکار وکړو او د خپلې زمرۍ دپاره د هغۀ ښکار په مرۍ غلے شو، خپل غار يې د ښکار د غوښې نه ډک کړو. 13زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.