متى 3
3
درېم باب
د حضرت يحيىٰ بپتسمه ورکوونکى وعظ کول
1په دغه ورځو کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے چې د يهوديه په بيابان کښې يې دا بيان کولو چې، 2”توبه ګار شئ ځکه چې د آسمان بادشاهى نزدې راغلې ده.“ 3دا هغه څوک دے چې د يشعياه نبى په وسيله يې ذکر شوے دے، يعنې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“ 4د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو. 5د يروشلم، يهوديه، او د اُردن د ګيرچاپيره وطن ټول خلق هغۀ ته راټول شوى وُو. 6هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه. 7خو کله چې يحيىٰ وليدل چې ډېر فريسيان او صدوقيان د بپتسمې دپاره راځى نو ورته يې وفرمائيل، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا دا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟ 8او داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. 9تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى. 10اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى. 11زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى. 12ښاخۍ د هغۀ په لاس کښې ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى او غنم به په خپله خمبه کښې جمع کوى، خو بوس به په هغه اور کښې سوزوى چې هيڅکله نۀ مرى.“
د حضرت عيسىٰ بپتسمه
13بيا عيسىٰ د ګليل نه د اُردن د سيند خوا ته راغلو چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى. 14خو يحيىٰ هغه منع کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما ته په کار دى چې زۀ ستا نه بپتسمه واخلم او تۀ ما له راغلې؟“ 15عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”په دې وخت هم داسې کول په کار دى ځکه چې مونږ له دغه شان د خُدائ پاک صداقت پوره کول مناسب دى.“ او بيا يحيىٰ دا ومنله. 16د بپتسمې نه پس عيسىٰ د اوبو نه سمدستى راوختلو او په هغه وخت ورته آسمان کولاو شو او د خُدائ پاک روح يې وليدو چې د کونترې په شکل په هغۀ راکوزېدو. 17او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.