متى 28
28
اتۀويشتم باب
د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل
1د سبت ورځ تيره شوه او د اِتوار د ورځې سحر کېدونکے وو چې مريم مګدلينى او هغه بله مريم د قبر ليدو له راغلې. 2ناګهانه يوه سخته زلزله راغله، د آسمان نه د مالِک خُدائ يوه فرښته راکوزه شوه، غار له راغله او هغه کاڼے يې ورغړولو او پرې کښېناسته. 3مخ يې د برېښنا په شان ځلېدو او جامې يې لکه د واورو په شان سپينې وې. 4څوکيداران يې په ليدو د يرې نه په لړزېدو شول او لکه د مړو پرېوتل. 5فرښتې بيا ښځو ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ، ما ته پته ده چې تاسو د عيسىٰ ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ شوے وو. 6هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو. راشئ، هغه ځائ وګورئ چرته چې هغه پروت وو. 7نو بيا زر لاړې شئ او د هغۀ مريدان خبر کړئ چې هغه له مړو نه ژوندے پاڅولے شوے دے او ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به يې هلته ووينئ. څۀ چې درته ما ووئيل هغه ياد ساتئ.“ 8هغوئ د قبر نه په هيبت او خوشحالۍ لاړې او په منډه شوې چې مريدان خبر کړى. 9ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرې پېښ شو او په هغوئ يې سلام واچولو. هغوئ ورغلې او د هغۀ پښې يې ونيولې او سجده يې ورته وکړه. 10بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“
د څوکيدارانو خبر راوړل
11ښځې لا په خپله لار تللې چې ځينې څوکيداران ښار ته ننوتل او مشرانو اِمامانو ته يې ټوله قيصه تيره کړه. 12بيا هغوئ مشران راغونډ کړل او صلاح يې وکړه. او مشرانو اِمامانو سپاهيانو ته غټ رشوت ورکړو، 13او ورته يې ووئيل چې، ”تاسو به دا ووايئ چې د شپې چې مونږ اودۀ شو نو د هغۀ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې پټ کړو.“ 14او ورسره يې دا هم ووئيل چې، ”کۀ دا خبر د ګورنر غوږو ته ورسېدو نو مونږ به د هغۀ سره خبره وکړو او تاسو ته به هيڅ نقصان نۀ درکوى.“ 15نو هغوئ پېسې واخستلې او څۀ چې ورته وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل. دغه قيصه تر نن ورځې په يهوديانو کښې خوره ده.
مريدانو ته حُکم ورکول
16يوولس مريدان د ګليل هغه غر ته روان شول د کوم چې عيسىٰ ورته د تللو دپاره فرمائيلى وُو. 17کله چې هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول خو ځينې شکمن وُو. 18بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. 19ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. 20او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.