حبقُوق 1
1
اول باب
د حبقُوق شکايت
1هغه پېغام چې حبقُوق پېغمبر ته په رويا کښې مِلاو شو. 2ترڅو به، اے مالِکه خُدايه، زۀ د مدد دپاره چغې وهم، خو تۀ جواب نۀ راکوې؟ زۀ درته د ظلم په حقله چغې وهم، خو تۀ مينځ ته نۀ راځې؟ 3تۀ ولې ما دې ته جوړوې چې بېاِنصافى وګورم؟ تۀ ولې بد برداشت کوې؟ تباهى او ظلم، بحث مباحثى او اختلافات زما د وړاندې دى. 4ځکه خو شريعت بېاثره دے او اِنصاف هيڅکله نۀ کيږى. بدعمله خلق د صادقانو نه راتاو شى چې اِنصاف تالا والا کړى.
د مالِک خُدائ جواب
5”قومونو ته وګورئ او نظر پرې ساتئ، او حېران شئ. ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وے. 6زۀ بابليان راوچتوم، چې ظالمان او بېرحمه خلق دى. هغوئ په ټوله دُنيا کښې په مخه روان دى چې هغه ځايونه قبضه کړى چې د دوئ نۀ دى. 7هغوئ يره او دهشت خورونکى خلق دى، د هغوئ قانون د خپل ځانونو دپاره دے او خپل عزت په خپله زياتوى. 8د هغوئ آسونه د پړانګانو نه تېز دى، په شپه کښې د ليوۀ نه خطرناک دى. د هغوئ په آسونو سوارۀ فوجيان په تېزۍ سره راروان دى، د هغوئ د آسونو سوارۀ د لرې لرې نه راځى. هغوئ لکه د باز په شان غوټه وهلو له تېز الوځى. 9هغوئ ټول په ظلم زياتى سره راځى. د هغوئ لښکرې لکه د صحرا د طوفان په شان مخکښې ځى او لکه د شګو په شان قېديان غونډوى. 10هغوئ بادشاهان سپکوى او حکمرانانو له پېغور ورکوى. هغوئ په ټولو قلعه بند ښارونو پورې خندا کوى، هغوئ به د ښار نه ګېرچاپېره د خاورو ډيرى جوړ کړى او قبضه به يې کړى. 11بيا به هغوئ لکه د طوفان په شان د ځان سره هر څۀ جارُو کړى او تېر شى. دا ګناهګاران دى، د چا چې خپل طاقت د هغوئ معبود دے.“
د حبقُوق دوېم شکايت
12اے مالِکه خُدايه، آيا تۀ د ازل نه موجود نۀ يې؟ زما پاکه خُدايه، زما مقدس ذاته، مونږ به نۀ مرو. اے مالِکه خُدايه، تا هغوئ منتخب کړل چې حساب وکړى، اے ګټه، تا هغوئ مقرر کړل چې سزا ورکړى. 13خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟ 14تۀ انسانان د سمندر د کبانو په شان جوړوې، لکه څنګه چې د هغوئ سمندرى قبيلې حکمران نۀ لرى. 15بدعمله دشمن هغوئ ټول په کُنډو سره راوباسى، هغوئ په خپل جال کښې رانيسى، هغوئ په خپل راښکوونکى جال کښې راجمع کوى، او بيا هغه خوشحالى کوى او خوشحاله وى. 16په دې وجه هغه د خپل ښکار د جالونو عبادت کوى او په مخکښې ورته خوشبويۍ سوزوى، د خپل جال په وجه هغه ښۀ ژوند تېروى او د خوښې خوراکونه کوى. 17آيا هغه مسلسل خپل جال خالى کوى او قومونه په بېرحمۍ سره تباه کوى؟
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.