عاموس 6
6
شپږم باب
د بنى اِسرائيلو تباهى
1”په تاسو دې افسوس وى څوک چې په صيون کښې په آرام پراتۀ يئ، او په تاسو هم څوک چې خپل ځان د سامريې په غر محفوظ ګڼئ. تاسو په بنى اِسرائيلو کښې نامتو او مشهور يئ، چا له چې خلق د مدد غوښتلو دپاره ورځى. 2تاسو کلنه ښار ته لاړ شئ او وګورئ چې هلته څۀ شوى دى. بيا د حمات لوئ ښار ته لاړ شئ، او بيا په فلستيه کښې د جات ښار ته ورکوز شئ. تاسو خو د هغوئ نه څۀ زيات ښۀ نۀ يئ؟ ولې ستاسو علاقه د هغوئ نه لويه ده څۀ؟ 3تاسو دا نۀ منئ چې د مصيبت هغه ورځ به راشى، بلکې تاسو د بېاِنصافۍ حکومت قائم کړے دے. 4په تاسو افسوس چې د هاتى په غاښونو په ښائسته کړے شوى پالنګونو کښې اودۀ کېږئ او په حُجره کښې په کټونو کښې غزېږئ. تاسو د خوراک دپاره د خپلو رمو نه د خوښې ګډورى او د خپل مال نه څربه سخى خوښوئ. 5تاسو په سريندو کښې بېمطلبه سازونه غږوئ او خپل ځان د داؤد سره د برابرولو کوشش کوئ. 6تاسو د ميو ډک جامونه څښئ او اعلىٰ عطر لګوئ، خو تاسو د خپل مُلک په تباهۍ څۀ خفګان نۀ کوئ. 7نو ځکه تاسو به اولنى خلق يئ چې جلاوطن به شئ، او ستاسو مېلې او غزېدل به ختم شى.“ 8قادر مطلق خُدائ په خپل ذات قسم کړے دے. مالِک خُدائ، ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ د يعقوب د غرور نه کرکه کوم، او د هغۀ مضبوطو قلعه ګانو نه نفرت کوم. زۀ به ښار او په دې کښې چې هر څۀ دى دشمن ته حواله کړم.“ 9کۀ په يو خاندان کښې لس سړى پاتې وى نو هغوئ به هم مړۀ شى. 10او چې کله د هغوئ يو خپلوان راشى څوک چې د هغوئ د مړو د دفن کولو ذمه وار وى او کور ته ورننوځى چې مړى رابهر کړى، نو هغه به د آخرى بچ شوى کس نه تپوس وکړى، ”آيا تا سره نور څوک شته؟“ نو هغه به وائى چې، ”نه،“ نو کله چې هغه ورته قسم خوړل غواړى، نو بيا به هغه ورته ووائى چې، ”چپ شه، مونږ له په کار دى چې د مالِک خُدائ نوم وانۀ خلو.“ 11کله چې مالِک خُدائ حکم وکړى، نو بيا به هغه غټ او واړۀ کورونه دړې وړې کړى. 12آيا آسونه په غټو کاڼو کښې منډې وهلے شى؟ آيا څوک په غوَيانو باندې سمندر قلبه کولے شى؟ خو تاسو اِنصاف په ګنډير بدل کړے دے او د صداقت مېوه مو په بدۍ بدله کړې ده. 13تاسو د لودبار په فتح خوشحالى کوئ، او وايئ چې، ”آيا مونږ په خپل طاقت سره قرنَيم نۀ دے نيولے څۀ؟“ 14مالِک خُدائ، ربُ الافواج په خپله فرمائى چې، ”اے بنى اِسرائيله، زۀ به ستا خلاف يو قوم درولېږم، چې په تاسو به د ليبوحمات نه تر عرابه وادۍ پورې ظلم کوى.“
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.