عاموس 3
3
درېم باب
د بنى اِسرائيل ګناه او سزا
1دا کلام واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خلاف فرمائى، اے بنى اِسرائيلو، دا د هغه ټولو قبيلو خلاف دے چې ما د مِصر نه بهر راويستى دى، 2”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم. 3آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟ 4آيا زمرے په ځنګل کښې غړمبيږى کله چې د هغۀ ښکار نۀ وى؟ آيا هغه په خپل غار کښې غړمبيږى کله چې هغۀ څۀ نۀ وى نيولى؟ 5آيا يو مارغۀ په لټ کښې ګېرېدے شى کله چې ورته د ګېرېدو دپاره څۀ نۀ وى؟ آيا دام په زمکه په خپله بنديږى کله چې ښکار د ګېرېدو دپاره نۀ وى؟ 6کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟ 7يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى. 8خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“
د سامريې تباهى
9د اشدود قلعه ګانو ته او د مِصر قلعه ګانو ته اعلان وکړه چې، ”د سامريه په غرونو راغونډ شئ او وګورئ چې په دې ښار کښې څۀ کيږى. څومره لويه ګډوډى ده پکښې او څومره ظلم د هغې خلقو سره کيږى.“ 10مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“ 11نو ځکه قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دشمن به ستاسو وطن محاصره کړى او ستاسو پخې قلعې به راوغورزوى او ستاسو قلعې به لوټ کړى.“ 12مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“ 13قادر مطلق خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائى، ”واورئ، او د يعقوب د خاندان خلاف ګواهى ورکړئ. 14په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيتايل قربانګاه تباه کړم. د هرې قربانګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى. 15زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.