43
درې څلوېښتم باب
د مالِک خُدائ جلال خپل مقدس کور ته راواپس کېدل
1بيا زۀ هغه سړى هغه دروازې ته راوستلم چې د مشرق طرف ته يې مخ وو، 2او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه. 3کومه رويا چې ما وليدله د هغه رويا په شان وه کومه چې ما ليدلې وه کله چې هغه د ښار تباه کولو له راغلو او د هغه رويا په شان چې ما د کبار د سيند په غاړه وليدله، او زۀ پړمخې پرېوتلم. 4د مالِک خُدائ جلال د مالِک خُدائ په کور کښې د نمرخاتۀ دروازې نه ورننوتو. 5بيا زۀ روح اوچت کړم او دننه دربار ته يې راوستلم، او د مالِک خُدائ جلال د خُدائ کور ډک کړو. 6کله چې هغه سړے زما خوا کښې ولاړ وو، ما دا واورېدل چې څوک ما ته د خُدائ د کور دننه نه خبرې کوى. 7هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُتخانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى. 8کله چې هغوئ خپل درشل زما درشل سره خوا کښې او د خپلو دروازو بازو زما د دروازو د بازوګانو سره ولګول، زما او د هغوئ په مينځ کښې صرف يو دېوال وو، هغوئ زما د مقدس نوم بېحرمتى په خپلو بدو عملونو سره وکړه. نو ما په خپله غصه کښې هغوئ تباه کړل. 9هغوئ دې اوس خپله بُت پرستى او د خپلو بادشاهانو زيارتونه زما د مخې نه اخوا کړى، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې د تل دپاره اوسېږم. 10اے بنى آدمه، د مالِک خُدائ کور د بنى اِسرائيل قوم ته وښايه، چې هغوئ په خپلو ګناهونو وشرميږى. پرېږده چې هغوئ په غور سره نقشه وګورى، 11او کۀ چرې هغوئ په خپلو ټولو کارونو باندې وشرميږى کوم چې هغوئ کړى دى، نو هغوئ ته د خُدائ د کور نقشه او د هغې ترتيب، د هغې د وتو لارې او د داخلېدو لارې، د هغې ټوله نقشه او د هغې اصُول او احکام وښايه. دا د هغوئ د وړاندې وليکه نو چې هغوئ د دې ترتيب وفادارى وکړى او د دې د احکامو پيروى وکړى. 12د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“
قربانګاه
13”دا د قربانګاه په اوږدو ناپ تول دے، د قربانګاه نه ګېرچاپېره غاړه يوويشت اِنچه ژوره وه او يوويشت اِنچه پلنه وه، او د هغې ګېرچاپېره غاړه نهۀ اِنچه پلنه وه. او هم دا د قربانګاه اوچتوالے دے، 14په زمکه د غاړې نه بره تر ښکته چجې پورې دا درې نيم فټه اوچته وه او يوويشت اِنچه پلنه وه. او د وړې چجې نه تر غټې چجې پورې دا اووۀ فټه اوچته او يوويشت اِنچه پلنه وه. 15د قربانګاه برنۍ برخه اووۀ فټه اوچته وه چې قربانى به په کښې سوزولے کېدله او د هغې په هر يو ګوټ کښې يو يو ښکر لګولے شوے وو. 16قربانګاه د سر څلور ګوټونه وُو، يوويشت فټه اوږدۀ او يوويشت فټه پلن وو. 17بره چجه هم مربع وه، څليريشت نيم فټه اوږده او څليريشت نيم فټه پلنه وه، چې غاړه يې يوويشت اِنچه وه او ګېرچاپېره لس نيم اِنچه غاړه وه. او د قربانګاه پوړۍ نمرخاتۀ طرف ته وې.“
د قربانګاه وقف کول
18بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د سوزېدونکې قربانۍ د نذرانو دپاره به دا اصُول وى او په قربانګاه به وينه وشيندلے شى کله چې دا تياره شى، 19تاسو به يو ځوان سخے د ګناه د نذرانې دپاره اِمامانو له ورکړئ، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى، او څوک چې زما وړاندې خِدمت کوى، مالِک خُدائ دا فرمائى. 20تاسو د دې نه لږه وينه واخلئ او د قربانګاه په څلورو ګوټونو کښې په ښکرونو باندې په بره حِصه کښې او د هغې په غاړو باندې وشيندئ، او دغه شان قربانګاه مقدسه کړئ او د هغې دپاره کفاره ورکړئ. 21تاسو به يو غوَيے د ګناه د نذرانې دپاره واخلئ او د خُدائ د کور په مقرر شوى ځائ د مقدس ځائ نه بهر به يې وسوزوئ. 22په دوېمه ورځ به تاسو بېعېبه چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کړئ، او قربانګاه به پرې داسې مقدسه کړئ لکه څنګه چې مو په غوَيى باندې پاکه کړې وه. 23کله چې تاسو د دې د پاکولو کار ختم کړئ، نو تاسو به بيا يو ځوان سخے او ګډورے د رمې نه نذرانه کړئ، چې دواړه بېعېبه وى. 24تاسو دا د مالِک خُدائ په وړاندې پېش کړئ، او اِمامان به په دوئ مالګه واچوى او دا به د سوزېدونکې قربانۍ په طور پېش کړئ. 25تاسو به د اووۀ ورځو دپاره هره ورځ يو چېلے د ګناه د نذرانې دپاره پېش کوئ، تاسو به د رمې نه يو ځوان غوَيے او يو ګډورے هم پېش کوئ، چې درې واړه بېعېبه وى. 26د اووۀ ورځو دپاره دې هغوئ د قربانګاه او د هغې د پاکولو دپاره فديه پېش کړى، نو داسې به هغوئ دا وقف کړى. 27د دې ورځو په آخر کښې، د اتمې ورځې نه وروستو هم اِمامان به په قربانګاه ستاسو سوزېدونکې او د عبادت نذرانې پېش کړى. بيا به زۀ تاسو قبول کړم. مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“