38
اتۀ دېرشم باب
د جوج په خلاف پېشګوئې کول
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 2”اے بنى آدمه، خپل مخ د ماجوج د مُلک د جوج خلاف کړه، د مسک او توبل د لوئ شهزاده، په خلاف پېشګوئې وکړه. 3او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، اے جوجه د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستاسو خلاف يم. 4زۀ به تا ته راوګرځوم، او په ژامنو کښې به دې کُنډې واچوم او د خپل ټول فوج او آسونو سره به دې بهر راوکاږم، ستا د آسونو سوارۀ په زغرو سمبال دى، او يو لوئ لښکر د خپلو وړو او غټو ډالونو سره دے، او هغوئ ټولو خپلې تُورى راويستلى دى. 5د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى. 6جُمر به هم سره د خپل ټول لښکر تا سره وى، او د شمال د لرې ځائ بيتتُجرمه به خپل ټول لښکر سره او نور ډېر قومونه به تا سره وى. 7تۀ تيار شه، تيار اوسه، ټول لښکر چې تا ته د خوا او شا نه راغونډ شوے دے د هغې مشرى وکړه. 8ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى. 9تۀ او ستا ټول لښکر او هغه ډېر قومونه چې تا سره دى به ورمخکښې شى، لکه د طوفان په شان حمله به وکړى، او تاسو به لکه د وريځې په شان په هغه مُلک کښې خوارۀ شئ. 10مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په هغه ورځ به ستا ذهن کښې بد خيالونه راشى او تۀ به غلطه منصوبه جوړه کړې. 11تۀ به ووائې چې، زۀ به په هغه مُلک حمله وکړم چې دېوالونه يې نۀ وى، زۀ به په هغه خلقو باندې حمله وکړم چې پُراَمنه او په آرام ژوند کوى، هغوئ ټول بغېر د دېوالونو او دروازو او کُنډو اوسيږى. 12زۀ به لوټ مار جوړ کړم او خپل لاس به بيا ودان شوو کنډرو پسې او د هغه خلقو خلاف کړم چې د ډېرو قومونو نه راغونډ شوى دى، هغوئ اوس د څاروو او سامانونو نه مالا مال دى، او د دُنيا په مينځ کښې اوسيږى. 13د شيبا او د ددان او د ترسيس سوداګر او د دې ټول کليوال به تا ته وائى، ولې تۀ لوټ کولو له راغلے يې څۀ؟ ولې تا خپل لښکر د دې دپاره راغونډ کړے دے چې لوټ مار وکړى، سپين زر او سرۀ زر يوسى، چې څاروى او سامانونه يوسى او ډېر مال لوټ کړى؟ 14نو په دې وجه، اے بنى آدمه، پېشګوئې وکړه او جوج ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې په هغه ورځ، کله چې زما خلق بنى اِسرائيل په امن اوسيږى ولې تۀ به دا نۀ ګورې څۀ؟ 15تۀ به د خپل لرې ځائ شمال نه راشې، تۀ او ډېر قومونه به درسره وى، هغوئ ټول به په آسونو سوارۀ وى، يو لوئ لښکر، او تکړه فوج به وى. 16تۀ به زما د قوم بنى اِسرائيلو خلاف لکه د وريځ حمله وکړې کومه چې زمکه پټوى. په راتلونکو ورځو کښې، اے جوجه، زۀ به تا د خپل مُلک په خلاف راپاڅوم، نو چې مُلکونه ما وپېژنى کله چې ستا په وسيله زۀ خپل ځان د هغوئ د سترګو د وړاندې مقدس ښکاره کړم. 17مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“
جوج له د خُدائ پاک سزا
18”په هغه ورځ به داسې وشى، کله چې جوج د اِسرائيل په مُلک حمله وکړى، زما سخت قهر به راوپاريږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. 19زۀ په خپل غېرت او سخت قهر کښې دا فرمايم چې په هغه ورځ به د اِسرائيل په مُلک کښې يوه لويه زلزله راشى. 20د سمندر کبان، د هوا مارغان، د صحرا ځناور، هر يو مخلوق کوم چې په زمکه باندې ګرځى، او د زمکې په مخ باندې ټول انسانان به زما په حضور کښې ولړزيږى. غرونه به اولټه شى، د غرونو څوکې به راونړيږى او هر يو دېوال به په زمکه راپرېوځى. 21زۀ به تُوره د جوج خلاف په خپلو ټولو غرونو ورولېږم مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د هر چا تُوره به د خپل ورور خلاف وى. 22زۀ به په وبا او قتل عام د هغۀ عدالت وکړم، زۀ به سېلابى بارانونه، ږلۍ او سوزونکى ګوګړ په هغۀ او د هغۀ په لښکرو او ورسره په نورو ډېرو قومونو نازل کړم. 23او بيا به زۀ خپله لوئى او پاکوالے ښکاره کړم، او زۀ به خپل ځان د ډېرو قومونو په وړاندې ښکاره کړم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“